اېران: افغانستان ته مو صادرات ډېر شوي او په چابهار کې افغانانو ته د پانګونې غوره فرصت برابرو

 

عزم (چهار شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۹): د اېران د سوداګرۍ خونې رئيس وايي، افغانستان ته يې صادرات په عادي توګه روان دي.
حسين سليمي د اېران د سوداګرۍ د خونې رئیس په دې وروستيو کې افغانستان ته د اېران د صادراتو ډېرېدو هيله من کړی.
هغه زياتوي، چې سږ به يې افغانستان ته د صادراتو کچه درې ميليارده ډالرو ته ورسي. د کرونا وبا له کبله محدوديتونو افغانستان ته د دوی صادرات کم کړي و، خو په خبره يې، يوازې په دوو مياشتو کې يې د محدوديتونو او بنديزونو پر مهال رامنځته شوی کمښت جبران کړي.
هغه خبر ورکوي، چې له ميلک او دوغارون څخه يې صادرات په عادي توګه روان کړي.
په عين وخت کې اېراني چارواکي وايي، چې چابهار بندر د پانګونې لپاره پراخه غوره ځای دی.
د کابل اقتصادي او سياسي پلاوي سره د ليدنې پر مهال د چابهار بندر عملياتي مدير عبدالرحيم کوردي ژمنه کړې، افغان پانګه والوته به په چابهار بندر کې د پانګونې غوره فرصت برابر کړو.
اېران وايي، دمګړۍ په چابهار بندر کې ۲۰۰ افغان شرکتونه فعاليت کوي، غواړو دا شمېره نوره هم لوړه شي او چابهار په سيمه کې په يوه غوره رقابتي بندر واړوو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button