د شکر ناروغانو ته آم خوړل څنګه دي؟

آم له خوږلته ډکه مېوه ده، ځکه خو زياتره خلک فکر کوي چې د آم خوړل د شکر ناروغانو ته ګټور نه دي، بلکې زيان ورته لري. روغتيايي ماهرين بيا دا هسې افواه بولي چې د آمونو خوړل د شکر ناروغانو لپاره سم نه دي، د هغوی په خبره، د آمونو کارول د شکر ناروغانو ته زيان نه رسوي خو چې د خوراک په وخت يې کچې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
روغتيايي ماهرين وايي، آمونه له وېټامين C ، وېټامين B شپږ او وېټامين A سره سره مس او فولېټ (وېټامين بي ۱۲) هم لري. په آمونو کې موجود وېټامين C په بدن کې د اوسپنې د مقدار پوره کولو ترڅنګ د وجود مدافعتي قوت هم پياوړی کوي.
او له بلې خوا په آم کې فايبرونه (نري غذايي تارونه) او انټي اکسيدانټس (زهر ضد مواد) شته چې په وينه کې د خوږې سويه برابره ساتي.
د روغتيايي ماهرينو په وينا، که د شکرې د ناروغ د آم خوړلو ته زړه کيږي، نو مقدار ته دې ځانګړې توجه وکړي او بل دې يې په مړه ګېده نه خوري ځکه چې په دې وخت کې چانس وي چې د وينې د قندو (خوږې) لېول پورته او د شکر د ډېر جګېدو لامل شي.
د تغذيې (Nutrition) ډاکټران ګڼي چې د دې خوږې مېوې د خوړلو بهترين وخت ګهيڅ دی، خو په خبره يې د آمونو له خوړلو د مخه دې ډاکټر سره مشوره وشي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button