موبايل کله Restart کړای شي؟

زياتره خلک خپل موبايل له ورو کېدو وروسته (Restart) کوي او د خونديتابه لباره يې بېلابېلې طرحې لټوي.
د ټکنالوجي د ماهرينو لخوا خلکو ته ډېر داسې وړانديزونه شوي، که عملي شي نو د موبايل ژوند (د استعمال دوران) پرې زياتولای او پیسې سپما کولای شي.
د ځيرک موبايل د خونديتابه لپاره په دې باندې پوهېدل بې حده اړين دي چې بندول او دوباره چلانول يانې Restart کول يې څومره ضرروي دي او کله بايد Restart کړای شي؟
د ټيکنالوجي د ماهرانو مطابق، هر څوک بايد خپل موبايل په اونۍ کې يو ځل د يوې دقيقې لپاره بند او بيا Restart کړي. د دې کړنې ډېر لاملونه دي، به داسې کولو سره د موبايل د ميموري “حافظې” او بيټرۍ په فعاليت کې بهتروالی راځي.
د امريکا لاس انجلس کې د ټيکنالوجي يو مشاور بوب موتاميدي وايي، زمونږ په ځيرکو موبايلونو کې د پردې تر شا يا Background کې ډېری کاريالونه فعال وي، چې د موبايل بيټرۍ او حافظه باندې تاثير غورځوي. په Restart کولو سره دغه ټول کاريالونه بنديږي او د موبايل کارکردګي کې ښه والی راځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: