د بې رحمانه وژنو تکرار؛ داځل بلخ کې ۴تنه طالب بندیان له وژل کیدو وروسته ټوټه ټوټه شوي

عزم پنجشنبه ۳۰زمری، ۱۳۹۹): په داسې حال کې چې له هغې پیښې نږدې دوه اونۍ پوره کیږي چې د ملي اردو عسکرو د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو جسدونه په ویډیویي بڼه د تبرونو په مټ ټوټه ټوټه کول؛ تازه راپورونه وایي چې افغان عسکرو داځل ۴تنه بندي طالبان په همدې وحشیانه بڼه وژلي او جسدونه یې ټوک ټوک کړي دي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې خبر ورکړی چې ددوی دغه څلور تنه منسوبین یوه میاشت مخکې د بلخ ولایت مرکز اړوند د کمربند سیمه کې د ملي امنیت لخوا نیول شوي وه چې ورسته ورسره دا ډول “وحشیانه چلند “ ترسره شوی دی.
اعلامیه وایي: «دغه بندیان يې د تحقیقاتو په مهال په خورا قساوت سره په شهادت رسولي، د بدن اعضايې ورته ټوټه ټوټه کړي، بیا يې په بوجیو کې اچولي او په یو کانتینر کې یې غورځولي وو، چې نن ورځ يې د بندیانو غوښې پيدا او د سورصلیب لخوا کورنیوته وسپارل شوې. »
طالبانو دا پیښه په تر ټولو سختو ټکو غندلې او ویلي یې دي چې«مزدور دښمن د خپل شکست، رسوايي او سرټيټۍ په هغه وروستۍ حد کې ده او په هيڅ ډول جنایت باندې صرفه نه کوي»
طالبانو یوځل بیا پر نړیوالو بشر پالو نهادونو غږ کړی چې د دغه راز وحشتونو او ښکاره جنګي جنایاتو په اړه پلټنه وکړي، عاملين وغندي او د بیا لپاره د داسې پيښو مخنیوی وکړي..

که څه هم د کورنیو وزارت د زابل د پیښې د پلټنې خبر ورکړی وه، خو نه یې تر اوسه جزئیات رسنیز کړي او نه یې هم د دغې تازه پیښې په تړاو څه ویلي دي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button