د یوې دردناکې شپې کیسه: د سیف الرحمن دوه وروڼه څنګه شهیدان شول؟

عزم (جمعه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۹): سیف الرحمن د پکتیا د زرمت ولسوالۍ د سهاکو سیمې اوسېدونکی دی. د طالبانو-امریکا د تړون تر لاسلیک یوازې نولس ورځې وړاندې، د سي آی اې افغان ملېشو د نوموړي پر کور باندې چاپه ووهله.

عسکرو په کور کې شته نارینه ټول له خونو بهر وتړل او ویې وهل، په کور کې شته نقدي پیسې او ګاڼې یې لوټ کړې او په پای کې یې دوه وروڼه ورته شهیدان کړل.

سیف الرحمن عزم ته وویل چې عسکرو د یوه ورور تر وژلو وروسته نوموړی په بله خونه کې د بل ورور ترڅنګ ودراوه. پر هغه یې ډز وکړ؛ ورور یې شهید او پخپله سیف الرحمن بېهوښه شو.

”کله چې راپه هوښ شوم، جګېدلای نه شوم. لاسونه مې په وینو لانده وو… کوټې ته په کښېنستا ورغړېدم. چې راغلم، ورور مې په شهادت رسېدلی و – په وینو-سور پروت و“.

د سیف الرحمن یو ورور د موټرسایکل جوړولو په یوه دوکان کې شاګرد و، بل ورور یې د آیسکریمو دوکان درلود. پخپله سیف الرحمن مزدوري کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button