بدخشان:د ملي اردو یوه چورلکه نسکوره شوې

عزم شنبه،۱، وږی، ۱۳۹۹):راپورونه وایي چې د بدخشان ولایت د راغستان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د طالبانو او دولت پلوه ملیشو ترمنځ سختې جګړې شوې دي.

طالبان وایي چې د دولتي  ځواکونو هغه کاروان چې د څرخکو او ټانکونو ملاتړ ورسره وه، غوښتل یې د یادې ولسوالۍ اړوند د السنګ، غورپله، فرحدر او دلجدي سیمو کې عملیات وکړي چې ددوی له سخت غبرګون سره مخ شول.

طالبانو ادعا کړې چې په دغه جګړه کې یې د “فرحدر”سیمه کې یوه ۱ څرخکه ویشتلې او د ولسوالۍ په مرکز کې غورزېدلې ده، همداراز د قومندانانو په ګډون یې۴۹ تنه دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله ور اړولې ده.

طالبانو په دغه جګړه کې د خپلو دریو منسوبینو د وژل کیدو او څوتنو نورو د ژوبلیدو پخلی هم کړی دی.
سیمه ایزو دولتي سرچینو رسنیو ته منلې چې چورلکه لویدلې، خو وایي چې ستونزه یې تخنیکي وه.
بل لور ته د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري ویلي چې طالبانو په خاش او یفتل ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه کړي چې په خبره یې دوه ولسي پاڅون کوونکي او دوه امنیتي سرتېري په دواړو ولسوالیو کې وژل شوي دي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: