کسات!/ نظام

 

روزلي د نمرود دي، د بُتانو کسات اخلي
له سپينه ابراهيمه په تبرانو کسات اخلي

ګناه د ګلاب دا وه چې ښکلا يې بڼ ته ورکړه
اغزي راپاڅېدلي، له ګلانو کسات اخلي

غوسه دي، ځکه مونږ يې د بادار ټغر ورټول کړ
مزدور رانه د خپلو بادارانو کسات اخلي

هو ، داسې ژڼي شته چې يې ماغزه ورته باد باد کړي
ضرور به دا د وخت له غلامانو کسات اخلي

د خپل حتمي زوال پر لور چې اخلي قدمونه
تاريخ کې هغوى تل له مظلومانو کسات اخلي

چې ورسيږي اوج ته حماقت د ګېدړانو
راټول شي په ځنګله کې له زمريانو کسات اخلي

څپې د انتقام د رودِ نيل مو په مستۍ دي
نظامه د فرعون له پيروانو کسات اخلي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button