هند، زياته مينه او جنګ نه کول د طلاق غوښتنې لامل شوی

دا پېښه د هندوستان د اتراپردېش ايالت په سُنبل ولسوالۍ کې رامنځته شوې. د “ګلف نيوز” د راپور له مخې، دغې ښځې له واده نه ۱۸ مياشتې وروسته، شرعي محکمې ته، رجوع کړې او د “خلعې” غوښتنه يې کړې. ښځې ويلي، خاوند يې بيخي ډېره مينه ورسره کوي او کله يې هم ورسره جنګ نه دی کړی.
دا ښځه وړاندې وايي: د خپل مېړه دا دومره مينه مې نه “هضميږي”، هغه ما ته نه په غوسه کيږي، “لوړ غږ” راباندې نه کوي، خواړه هم راته تياروي، په خپل سر د کور نورو کارونو کې هم مرسته کوي، زه چې څه غلطي وکړم، تل مې ډېره ژر بښي. زه دې حالت زړه خوړينې کړې يم، غواړم “بحث” ورسره وکړم، زه دا نه غواړم چې مېړه دې هره خبره راسره مني.
د راپور مطابق، د شرعي عدالت عالم، د ښځې له خوا د خلعې لپاره په وړاندې شويو دلايلو ناارامه او ناخوښه شوی، دا عريضه يې “غيرسنجيده” بللې او رد کړې يې ده.
ښځې له محکمې نه وروسته “پنجايت” ته مخه کړې، خو پنجايت (جرګې) هم په ګډه دا غوښتنه رد کړې، ويلي يې دي، دا وړ پرېکړې نشي کولای.
کله چې له ښځې نه وپوښتل شول، چې له خاوند نه د بېلېدو لپاره څه بل لامل هم په ګوته کولی شي؟ د ښځې ځواب “نه” و.
له بلې خوا د دغې مېرمنې مېړه وايي، غواړي چې خپله ښځه ټول عمري، خوښه وساتي، د همدې لپاره يې له شرعي محکمې نه د مقدمې د ختمولو غوښتنه کړې وه. ښه دا ده چې محکمې يې هم غوښتنه په مځکه نه ده غورځولې او ښځې او خاوند ته يې په ګډه د “حل را اېستلو” لارښوونه کړې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button