انګلستان، د ګاندي عينکې په ۳۴۰۰۰۰ ډالرو خرڅې شوې

په انګلستان کې د هند د کانګريس د مؤسس مهاتما ګاندي عينکې په ۳ لکه او ۴۰ زره امریکايي ډالرو خرڅې شوې.
د AFP اژانس مطابق، د ګاندي لخوا کارول شوې هغه عينکې چې په سرو زرو پوښل شوې وې، د ارزښتمنو او نایابه څيزونو د خريدار امريکايي تبع لخوا د بولۍ په شپږمه دقيقه کې په ۳۴۰۰۰۰ امريکايي ډالرو پېرل شوې.
دا عينکې د ختيخ برسټل د بولۍ شرکت ، د پوست په ذريعه ترلاسه کړې وې، هغه تن ته چې د ګاندي عينکې يې په ولکه کې وي، دا نه وه مالومه چې دا څومره ارزښتمنې دي، په خبره يې که بولۍ ته نه وای وړاندې شوې، ده ايسته غورځولې.
د بولۍ مرکز ته عينکو سره رالېږل شوي ليک کې راغلي: مهاتما ګاندي دا عينکې زما تره ته د ۱۹۲۰ او ۱۹۳۰ ترمنځ هغه مهال د ډالۍ په توګه ورکړې، چې په جنوبي افريقه کې د انګرېزانو د پيټرولو يو شرکت کې مزدور و.
هغه زوړ تن چې د انګلستان د ليلام شرکت ته يې دا عينکې وراستولې وې، وايي، کله چې خبر شوم، عينکې په ۲ لکه او ۶۰ زره پاونډه (۳۴۰۰۰۰ امريکايي ډالرو) وپلورل شوې، نږدې وه چې د زړه دوره راباندې راغلې وای، زه به دا پیسې له خپل زوی سره شريکې کړم.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: