بلخ: طالبان وایي، انتقامی موټربم برید کې یې د داعش دپنځیدو مخه نیولې او ۶۱کمانډویان یې وژلي

عزم سه شنبه،۴، وږی، ۱۳۹۹):طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې نن سهار یې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې پر هغو ځانګړو ځواکونو د موټر بم انتقامي برید تر سره کړی چې غوښتل د هیواد شمال یوځل بیا نا امنه کړي.
دغه برید چې د اقچې بندر کې پر یوه قرارګاه ترسره شو، سیمه ییز حکومتي چارواکي یې تلفات خورا کم ښیي او د قربانیانو ډیره برخه ملکيان یادوي. .

طالبانو چې د برید مسؤلیت یې منلی، د بریدګر نوم یې ( متعلم صدیق الله وردګ) ښوودلی او ویلي یې دي چې،ددوی د ابتدايي معلوماتو له مخې دغه برید کې یې مقابل لوري ته د ستر مالي زیان ور اړولو ترڅنګ (۶۱) تنه کمانډويي عسکر وژلي او لسګونه نور یې ټپيان کړي دي.

طالبان وایي چې په نښه شوې قطعه په بلخ او شاوخوا ولایتونو کې د دوی په ضد د عملیاتو د اجرا کولو په موخه ځای پرځای شوې وه چې په وینا یې وار له مخه ددوی تر کلک ګوزار لاندې ونیول شوه.

د طالبانو اعلامیه وایي «د راپورونو له مخې دغې استخباراتي قطعې غوښتل په شمال کې د داعش په نوم کرغیړنه پديده هم بیا را ژوندۍ او په ځینو حساسو ځایونو کې ځای پرځای کړي او دیوه راپور له مخې په ننني برید کې هم د داعش په نوم ځينې مهم کسان له منځه تللي دي. »
طالبان دغه برید “اتلوال”او “انتقامي”بولي چې په وینا یې «ددښمن د هغو وحشتونو، ظلمونو او عملیاتو په غبرګون کې یو انتقام هم وو چې په بلخ او زابل کې يې د اسلامي امارت د شهیدانو اجساد ټوټه ټوټه کړل، همدا ډول د ملکي هېوادوالو په کورونو بمبارونه، حملې او د توغندیو بریدونه کوي. »

اعلامیه کې ټینګار شوی چې طالبان به په کلکه له خپلو ولسونو دفاع وکړي او مقابل لوري ته به د هغوی د هر “کرغیړن” عمل سزا ورکړي.

داپه داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې دولتي ځواکونو په بلخ کې څو تنه طالب زندانیان تر وژلو وروسته په تبرونو ټوټه کړي وه او دغه راز یې په زابل کې په ویډیویي بڼه د هغوطالبانو جسدونه ټوټه کړل چې د امریکایي بې پیلوټه الوتکې برید کې وژل شوي وو

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button