له خېله تر خېله! ( طنز )

 

کابل ادارې له ننگرھار څخه یو خیل بیرته ور وغوښت او پر ځای یې بل خیل ور ولیږ‎ہ!
لومړ‎ی یې د میا علي بابا سرہ د میاتوب په مشترک نسبت را لیږ‎لی و ځکه ھغه ځان ته میا خیل ویل خو ھغه له راتگ سرہ د میالي بابا د مزار څخه نیغ تیر شو، تورخم ته ورسید او ھلته یې د پاکستاني چارواکو سرہ پر تورخم د دروازې د لگولو په پرانسته غونډہ کې سلفیانو ته کش ورکړ‎!
دویمه کارنامه یې دا وہ چې د جلال آباد دوکاندارانو ته یې ھدایت وکړ‎ خپل دوکانونه د شپې په تیارہ کې پرانیزي، خلکو ته یې ھم وویل چې سود، سودا دې په نیمه شپه کې کوي تر څو کرونا ھمداسې ویدہ پاته شي او ھغوی سالم او غانم بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي!

دویم خیل یې چې ځان امر خیل بولي، ھم تر لومړ‎ي کم نه دی. په تیرو ټاکنو کې غل پنډ یې په شا، و نیول شو خو د مجازات پر ځای دوہ لویې څوکۍ ورکړ‎ل شوې!
ښایي د جلال آباد د ولایت څوکۍ چې په حساب دریمه کیږ‎ي ھم د کومې غلا په پاداش کې ورکړ‎ل شوې وي!

دې دویم خیل په یوہ چوکۍ خپل واسکټ، په بله خولۍ ایښې او خپله ننگرھار ته را روان دی!
ما کلونه پخوا د پیښور د بورډ په مھاجر بازار کې د یوہ ډاکتر د دوکان لوحه لیدلې وہ؛ پر لیکلې یې و: ماھر امراض قلب، گوش و گلون، نسایي و ولادي، داخله، جراحي، چشم بواسیر، شکر، عقلي و عصبي ……….وغیرہ!
زما یې تر ھرڅه زیات و غیرہ ته سودا وہ. امرخیل ھم د کابل ادارې ھغه چارواکی دی چې ھمزمان پر څو نا متجانسو څوکیو سپور دی خو مسلک یې یوہ ھم نه دہ؛ ښه به وي که ھغه ھم خپل نوم سرہ د وغیرہ کلیمه ور زیاته کړ‎ي!

خیل په پښتو کې داسې وروستاړ‎ی دی چې د قومونو، ټبرونو، ځایونو، اسمونو او نورو شیانو په شا پورې پینه کیدای شي لکه ھودخیل، ترہ خیل،میاخیل، امرخیل، شاھو خیل، عروس خیل، غني خیل، ناټو خیل و ھلُمَ جرا!!

د شاہ جان زوی په دې اند دی چې د ھغه د عروس خیلو تر راتگ مخکې په افغانستان کې چا سیواد نه درلود یانې ټول حمارخیل ول خو دې ته یې پام نه و چې دا خبرہ که سمه وي بیا خو یې لومړ‎ی پلار تر دې قاعدې لاندې راځي، ځکه شل کاله مخکې د ھغه پلار ھم دلته اوسیدہ!
بله دا چې که دا خبرہ سمه وي، بیا نو مفکر څه ملامت دی چې له خرو سرہ مینه لري؟!
ھر سړ‎ی له خپل ټبر سرہ مینه لري!
ښایي ھمدا لامل وي چې ھلته ناستو علمي کدرونو د غني توھین آمیزہ خبرې خپل سپکاوی و نه گڼلو؛ ښایي د ھغوی په ذھنونو کې ھم دا تیر شوي وي چې د خرہ مینه لغته وي!
خو زما لا تر اوسه په دې مُعما کوہړ‎ۍ کار نکوي چې که مفکر صیب ترې مستثنا کړ‎و، د لبنانیانو او خرو تر منځ به بل کوم داسې مشترک نسبت وي چې مفکر اکا یې ھلته په وادہ کولو مجبور کړ‎ی وي؟!

د غني له کرام الدین کرام سرہ ښکر په ښکر کیدل ھم د ناسم پوھاوي له امله را منځ ته شوی!
د ارگ عروس خیلو د رولا گلې تر زعامت لاندې کرام الدین ارگ ته د نسل گیری لپارہ غوښتی و خو ھغه فکر کاوہ محکمې ته یې کش کوي؛ ھمدې سوء تفاھم کار خراب کړ‎!
رولا فکر کوي چې د ارگ رمه غټه شوې یواځې یو نر وز، فضلې خان به بسنه و نه کړ‎ي او په خالد ملا نه تړ‎ل کیږ‎ي، کرام الدین به د شل کلنو لاسته راوړ‎لو په ځای په ځای کولو کې مرستندوی ثابت شي، خو کار ھغسې په مخ نه لاړ‎ لکه څرنگ یې چې تمه کیدہ!
ښایي دې کې ھم د پاکستان لاس وي!

زر کلن دې رب زر کلن کړ‎ي او رولا گله دوہ زرہ کلنه!
دا دعا زہ نه کوم بلکې دا د لومړ‎ي او دویم خیل د زړ‎ونو آواز دی ځکه ھغوی په دې پوھیږ‎ي چې که غني او رولا بي بي نه وي، پر ھغوی والله که څوک ژرندہ ھم وساتي!!

________________________________________________

حفیظ الدین پیرزادہ
د اگست ۲۴/ ۲۰۲۰ م
لندن

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولئ
Close
Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: