په يوه دقیقه کې د اوبو تصفيه کوونکی بوتل

دا بوتل په هانک کانګ کې جوړ شوی. هم اوبه پکې تصفيه کيږي، هم د څراغ کار ورکوي. نوم پرې (IUVI) اېښودل شوی.
د سفر پر مهال په زياتره ځايونو کې د “پاکو اوبو” موندل خورا سخت وي. خو IUVI بوتل په داسې موقعو کې غوره مرسته کوونکی ثابتېدای شي. که له اوبو ډک شي نو ټولې اوبه په ۶۰ ثاينو کې له جراثيمو څخه پاکوي. په دې کې ماوراء بنفش LAD ټيکنالوژي کارېدلې. ماوراء بنفش (UltraViolet) وړانګې په ډېره اغېزمنه توګه اوبه او نور څيزونه تصفيه کوي.
د اړتيا پر مهال دا بوتل د څراغ يا چا ته د اشارې په توګه هم کارول کېدای شي. دې بوتل سره د چارج ذخيره (Power bank) هم يو ځای راځي، په يو وارې چارجېدو پوره يوه مياشت کار کوي.
په IUVI بوتل کې کومه بټن هم نشته، بلکې د بوتل په سرپاښه يې ټچ سېنسر لګېدلی. دغه حساس سينسر ته چې لاس ور وړئ نو له اړوندوه سهولتونو يې ګټه اخيستلی شي.
که د دې بوتل سرپوس باندې ۳ وارې ګوته ولګوئ نو څراغ بلوي او په څلورم ځل سره د بوتل دننه ماوراء بنفس ټکنالوژي فعاليږي او اوبه تصفيه کوي.
د دې لپاره چې څوک يو دم د بوتل سرپوښ خلاص نه کړي نو ټچ کولپ هم لري، هغه بايد فعال شي.
د دې ايجاد لپاره په انټرنېټ لا هم فنډ ټوليږي، يو چارجر يو اړاپټر او دا ځانګړی بوتل په ۶۵ يورو (سل کم شپږ زره افغانۍ) پېرلی شئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: