د طالبانو د مذاکراتي ټیم له مشر ‘عباس ستانکزي’سره د عزم ځانګړې مرکه/لیکنیز

محترم ستانکزی صاحب ښه راغلاست!

عزم: د لومړۍ پوښتنې په توګه؛ که د خپل مذاکراتي ټیم د جوړښت په هکله مالومات راکړی، څو کسان دي او څومره صلاحیتونه ورسره دي؟

ستانکزی: بسم الله الرحمن الرحیم.
نحمده و نصلي علی رسوله الکریم اما بعد.
د عزم ویبپاڼې کارکوونکو او ټولو لیدونکو ته یې السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته.

د افغانستان د اسلامي امارت عاليقدر امیر المؤمنین حفظه الله د بین الافغاني خبرو اترو لپاره مذاکراتي ټیم جوړ او ترتیب کړی.
دغه مذاکراتي ټیم چې مشري یې زما پر غاړه ده، په دې کې ټول ۲۱کسان شامل دي چې ۱۳کسان یې د رهبري غړي او نور یې د امارت پخواني کسان او د نورو کمیسیونو اعضاء دي.
دغه ټیم ته د مذاکراتو د پیل، د ځای تعینول او همداراز له امریکایانو سره د مذاکراتو تطبیق او د بندیانو خلاصون وظایف ورسپارل شوي دي.

ددغه ټیم دنده به داوي چې مذاکرات له مخالف ټیم سره په پوره ډاډ او اطمینان سره مخته یوسي.

عزم: بین الافغاني مذاکرات به دقیقاً کله پیلیږي او آیا د پیل پر وړاندې یې لا هم د پاتې بندیانو نه خلاصون خنډ دی که نورې ستونزې هم شته؟

ستانکزی: بین الافغاني مذاکراتو د اسلامي امارت لخوا ټیم ټاکل شوی تنها ځینې لوژیستیکي مسایل دي چې هغه به هم لنډوخت کې حل شي.
اما مقابل جانب اماده نه دی تر دې مهاله؛ او هغه مذاکرات چې له امریکایانو سره شوي وه د هغې توافقنامې پر اساس ټول پنځه زره زمونږ زندانیان لا خلاص شوي نه دي او څه باندې ۳۰۰کسان لا هم بندیان دي.
خو زمونږ لخوا نه چې کومه ژمنه شوې وه د ۱۰۰۰کسانو مونږ هغه ټول او ۵تنه اضافي کسان هم خوشې کړي دي.
هرکله چې دا شمیر پوره شي بیا به بین الافغاني مذاکرات پیلیږي.

د فعلا لپاره خو زمونږ د زندانیانو شمیر نه دی پوره شوی مونږ له مخالف لوري نه دا غوښتنه کوو چې څومره ژر کیدلای شي دا بندیان خوشې شي تر څو ژر ترژره بین الافغاني مذاکراتو ته اماده شي.

عزم: لویې جرګې او جمهور رئیس پر غوښتنه سربیره ولې د بندیانو د خلاصون لړۍ دریدلې،ستاسو د مالوماتو له مخې آیا رښتیا هم بهرنیان خنډونه جوړوي او که ارګ کې ځینې کړۍ دا پروسه تخریبوي؟

ستانکزی: په دې برخه کې ځینې داخلي او خارجي کړۍ مخالفت کوي، چې هغوی نه غواړي افغانستان کې دایمي سوله راشي.
نو مونږ یوځل بیا پر دغو خارجي او داخلي کړیو غږ کوو چې له خپلو شخصي منافعو تیر شي، ملي ګټې په نظر کې ونیسي او ددې ملت پخاطر چې دا ۴۰کاله په جنګ سوځي، بهانې ودروي تر څو بین الافغاني مذاکراتو ته داخل شو.

عزم: تر اوسه فرانسې او استرالیا په ډاګه د ځینو بندیانو له خلاصون سره مخالفت کړی، آیا تاسو له یادو هیوادونو سره په دې اړوند خبرې کړې او که دا هم راته ووایاست چې یواځې همدې هیوادونو خنډونه ایجاد کړي، که د پردې ترشا نور هم شته؟

ستانکزی: د استرالیا او فرانسې حکومتونو تر اوسه له مونږ سره ارتباط نه دی نیولی البته مونږ یې له اخبارو څخه څارو چې ګواکې دوی د ځینو بندیانو خلاصولو کې مخالفت ښوودلی.
نو اول خبره خو داده چې دوی قانوناً ددې صلاحیت نه لري چې دا ووایي، دا بندیان دې خلاص یا نه خلاصیږي.
بل که دوی په دې برخه کې کومه ادعا لري، باید مستقیما له مونږ سره په تماس کې شي چې ورسره خبرې وکړو.
او بله خبره داده چې د توافقنامې تر لاسلیک دوه میاشتې وړاندې دبندیانو لیست له امریکایانو سره شریک شوی وه او امریکایانو بیا د کابل له ادارې سره شریک کړی وه.
نو هغه مهال دواړو جانبه پر دې موافقه ښوودلې وه چې دا به مونږ خوشې کړو.
نو استرالیا او فرانسې ولې په دې تیرو ۵میاشتو کې خپل مخالفت نه په ډاګه کاوو، چې اوس یې ښکاره کوي.
خو دا واقعاً هغه څه دي چې دوی غواړي په دې توګه د سولې پروسه کې خنډ واچوي.
ځینې داخلي کړۍ هم د خپلې ۵کلنې دورې د سرته رسولو لپاره همدا هڅې کوي.
زه وایم چې دا به نه ددوی په ګټه وي او نه هم د استرالیا، فرانسې او نورې نړۍ په ګټه.
بهتره داده چې شخصي منافعو نه تیر شي او د بندیانو پوسه بشپړه کړي.
بل که استرالیا او فرانسه دا کسان مجرم بولي، نو زمونږ په نظر ددوی پوځیان چې افغانستان ته راغلی، ټول “مجرمین” دي.
دغو هیوادونو په افغانستان کې زرګونه افغانان بیګناه وژلي، فرانسه او استرالیا په کوم دلیل او سبب افغانستان ته راغلي وه؟
زمونږ حساب خو له دوی سره پاتې ده هغه به وروسته سره کوو.
اوس زمونږ خواهش داده چې د سولې مخ کې څوک خنډ نه شي، زه پر امریکا او ملګرو ملتونو غږ کوم چې دغه داخلي او خارجي کړۍ دیته وهڅوي چې بندیان ژر خوشې او د مذاکرې میز ته ژر حاضر شي.

عزم: که مذاکراتي بهیر پیلیده لومړۍ اجنډا به مو څه وي او داچې مذاکراتو کې له مقابل لوري سره منحیث نظام خبرو ته چمتو یاست؟

ستانکزی: زه فکر کوم بین الافغاني مذاکراتو کې ډیر مسائل دي چې هغه باید مطرح شي.
البته د اجنډا په هکله زه ویلای شم چې هر طرف به خپله اجنډا لري.
مونږ خپله اجنډا لرو، مخالف لوری به خپله؛ خو دا بیا هله د بحث وړ کیږي چې دواړه لوري پر یوه مشترکه اجنډا توافق وکړي.
له هغه وروسته به یې په هره ماده بحث کیږي او توافق به ورباندې کیږي.
کله هم چې یوه توافقي اجنډا راغله هغه به بیا مونږ په خپله مطبوعاتو ته اظهار کړو او علني به یې کړو.

عزم: حکومت ویلي وه مذاکراتي ټیم یې د پریکړوواک نه لري او دا چاره به عقبه “د مصالحې عالي شورا”ترسره کوي، بین الافغاني مذاکراتو ته ستاسو چمتوالی په کومه کچه ده؟

ستانکزی: داچې مخالفین وایي چې ددوی مذاکراتي ټیم د پریکړو واک نه لري او. ترشا به یې د مصالحې شورا پریکړې کوي؛ دا په خپله ددوی د ټیم ضعف ښیي او ددوی د خپلمنځي عدم اعتماد ښکارندویي کوي.
په هر صورت زمونږ په خوا کې الحمدلله کوم کسان چې راټول شوي دا ټول مشران، باقدرته او بانفوذه خلک دي په همدې خاطر امیرالمؤمنین حفظه الله د مذاکراتي ټیم ۶۵سلنه د رهبري شورا غړي ټاکلي ترڅو دوی وکولای شي خپله د میز پر سر فیصلې وکړي.
البته ددې نتایج به مستقیماً له امیرالمؤمنین حفظه الله سره شریکوي.
دا یو مستقل ټیم دی ،مونږ د مذاکراتو پیل ته بشپړه امادګي لرو.

عزم: په دې وروستیو کې د هیواد په کچه د جګړو لړۍ بیا تونده شوې، لامل یې څه یادوی او حل لار یې څه بولی؟

ستانکزی: جنګونه خوځکه زیات دي چې مخالف لوری اوس هره ورځ لسګونه حملې کوي او اکثره ځایونو کې یې پړه پر اسلامي امارت اچوي.
لکه څنګه چې مذاکراتو کې خنډ اچوي، د جګړې میدان یې هم ګرم کړی، یوه بهانه جوړوي تر څو مذاکرات په تعویق واچوي او دوی خپله پنځه کلنه دوره په کې بشپړه کړي.
خو دا د دوی د حکومت پخاطر به هره ورځ په لسګونو انسانان وژل کیږي.
نو مونږ پر همسایه ملکونو او د نړۍ پر هیوادونو غږ کوو چې چې له خپل نفوذ او قدرت نه کار واخلي او زمونږ مخالفین دې ته وهڅوي چې نور له خنډ اچولو لاس واخلي او د مذاکراتو میز ته حاضر شي؛ ترڅو مونږ وکولای شو پر یوه دایمي اوربند او سوله باندې سلا شو او یو داسې نظام افغانستان کې راولو چې هغه افغانانو ته د منلو وړ وي.
مونږ باید افغانستان کې یو اسلامي، مستحکم نظام ولرو چې هغه افغان شموله حکومت وي او ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.
او دا ورځ به ان شاءالله ډیره لرې نه وي.
مونږ د کابل پر اداره هم غږ کوو چې دغه قوماندې چې د بهرنیانو لخوا یې ترلاسه کوي، ونه مني ځکه دا به ددوی پر استقلال تمام شي.
کنه د لویې جرګې پریکړه د یوه سفارت په تلیفون ځنډول ددوی “بلواکي” په ډاګه کوي.
هرڅومره چې جنګ طولاني کیږي، زمونږ ګران وطن په کې سوځي او خرابیږي، زمونږ خوار ولس په کې تباه کیږي.
مونږ په دې امید یو چې الله ج په مقابل جانب کې هم داسې روحیه پیدا کړي چې خپلې شخصي ګټې پریږي او د ملي ګټو غم وکړي، ترڅو یې په نتیجه کې یو اسلامي نظام راشي.

عزم: د هیواد د روان وضعیت په هکله مو سیاسیونو، ځوانانو او په ټوله کې افغان ولس ته مو پیغام څه دی؟

ستانکزی: اوس په روان حالت کې د افغانستان د هر وګړي که د هرقوم، ژبې او نژاد څښتن وي، دنده ده؛ چې هیواد ته د سولې راوستو په لار کې مثبت قدمونه کیږدي.
باید دا کار هرڅوک په هرشکل ترسره کړي، لیکوالان دې د خپلو لیکنو له لارې ژورنالیستان دې د خپلو رسنیو له آدرسه او نور وګړي دې د خپلو اړوندو آدرسونو له لارې باید په یوه خوله دا غږ پورته کړي.

زه د افغانستان پر بیچاره ولس هم غږ کوم چې دوی باید راپورتع شي او د تظاهراتو او نورو مجلسونو له لارې د کابل اداره دې ته مجبوره کړي چې توافقنامه په سمه توګه عملي کړي او میز د مذاکراتو ته یې اماده کړي. نور یې باید د خلکو وینو بهولو ته پرې نږدي.
زما غوښتنه له سپینږیرو، ځوانانو او میرمنو نه داده چې هغو خلکو ته اجازه ورنکړي چې د واک د بقاء لپاره دا پروسه ځنډوي.
همداراز نړیوالو باند غږ کوم چې باید د کابل پر اداره زور واچوي، ترڅو د مذاکرې میز ته یې حاضر کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: