د امېدوارۍ پر مهال د چايو يا کافي کارول

يوه تازه څېړنه ښيي چې د امېدوارۍ پر مهال د کافين لرونکو مشروباتو لکه، چای، کافي او نرم څښاک کارول، خطرناک دي ځکه چې په “حمل” باندې منفي اغېزې کوي.
د BMG ژورنال په هغه مقاله کې چې په ۴۸ څېړنيزو راپورونو مشتمله ده، راغلي؛ امېدواره بايد د کافين له ډېرې “معمولي” کچې نه هم ډډه وکړي.
د کافين له کبله هم د زړه ضربان تېزيږي او هم د وينې فشار لوړوي چې دا دواړه حالتونه پر “حمل” باندې منفي اغېزې کوي.
د آيس لېنړ ريکياوک پوهنتون له ۲۰۰۰ کال نه راوروسته د خپرو شويو ۳۷ مشاهداتي څېړنيزو راپورونو ډاټا راغونډه کړې او له ۱۹۹۸ نه راوروسته هغه ۱۱ مقالې يې هم کتلې چې د امېدوارۍ پر مهال د کافينو د اغېزو په اړه څېړنه يې محتوی ده.
له دې ټولو مالوماتو، څېړنو او ډاټا نه وروسته څېړونکو مالومه کړې چې د کافينو ډېره کمه کارونه هم د بچي غورځولو (سقط حمل)، څو اونۍ وروسته د حمل ختمېدو او د متولد د کم وزنۍ خطر زياتوي.
هغه ۹ څېړنيز راپورونه چې د کافينو د استعمال او سقط ترمنځ اړيکو باندې شوې، ښيي چې د دواړو ترمنځ ښکاره روابط شته خو په دې اړه څه اېغ نېغ لېنک نه و چې د کافينو څومره کچه امېدوارو ښځو ته خطر پېښوي.
له ۲۰ اونيو وروسته د حمل ختمېدو په اړه شويو ۵ کې د ۴ تحقيقي راپورونو له کتلو وروسته څېړونکو معلومه کړې، ښځې که په زياته اندازه کافين وکاروي نو “دغه خطر” پنځه وارې نور زياتيږي.
په هغو لسو کې اوه څېړنيز راپورونه، چې د پيدايښتي کم وزن په هکله شوي، ښيي چې کافين د نوزادانو د کم وزنۍ خطر هم زياتوي.
څرګنده دې وي چې د ایس لېنډ پوهنتون دا څېړنه “Case – Control” يا د روغو او ناروغو د کتلو په اساس نه، بلکې د ليدل شويو څېړنيزو راپورونو له مخې شوې.
په ياد ولرئ چې يوازې په چای او کافي کې کافين نه وي، بلکې په چاکلېټو او ځينې دواګانو کې هم وي.
کافين د زړه د ضربان د تېزولو او لوړ فشار له کبله نه يوازې دا چې مېندې له خطر سره مخ کوي، بلکې د ماشومانو خوب هم خرابوي او د ناارامۍ سبب يې ګرځي ځکه چې په دوی کې د کافينو استحاله (کيمياوي تِغير) کېدل خورا سخت دي.

خالد مشال

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button