هغه عام عادتونه، چې له کبله يې د موبايل بېټرۍ خرابيږي

مونږ ټول سمارټ فون يا ځيرک موبايلونه کاروو، خو کله مو غور کړئ چې له پېرلو نه يو څه موده وروسته مو موبايل هغسې کار نه کوي، دا ولې؟ د دې لامل هغه وړې وړې غلطۍ دي چې زمونږ عادت ګرځېدلی او له کبله يې زمونږ د موبايل بېټرۍ وخت په وخت خرابيږي. راځئ چې دا موارد په ګډه تر نظره تېر کړو….
کمزوي سګنل: زياتره داسې ځايونه هم وي چې هلته ستاسې موبايل کې پروت سيم کارډ کمزوې سګنلې ورکوي، په دغو ځايونو کې بيا بيا د پېغامونو لېږد او زنګونه وهل، ستاسې د موبايل د بېټرۍ کارکردګي باندې تاثير غورځوي. چېرې چې د شبکې ستونزه وي، نو اړينه ده چې په دغسې ساحو کې له زنګ وهلو او مسېج استولو ډډه وشي، ځکه چې دې کړنو ته نه پاملرنه ستاسې د موبايل بېټرۍ ژر خرابوي.
په يو وخت ډېر کاريالونه پرانيستل: داسې هم کيږي چې مونږ هممهاله څو کاريالونه پرانيزو او دغه کاريالونه بيا بيا نوټيفيکېشن هم راکوي، چې د دې له کبله هم بېټرۍ اغېزمنيږي. غوره دا ده چې ټول هغه کاريالونه بند کړو چې ډېره اړتيا ورته نه وي.
د بليوټوت خلاص پاته کېدل: ځينې وګړي دومره بې پروا وي چې د بليوټوت له خلاصولو وروسته دومره زحمت هم نه کوي چې بېرته يې په هماغه ساعت بند کړي. په ځيرکو موبايلونو کې پرته له سببه د بليوټوت خلاص پرېښدلو عادت هم بېټرۍ خرابوي. د دې لپاره ضروري ده چې څنګه د بليوټوت کار ختم شي، بايد فوراً يې بند کړو.
هر وخت تصويرونه او وېډيو ګانې جوړول: دا تر ټولو عام عادت دی چې اکثرو خلکو کې وي. دم ساعت د تصويرونو وېستل او د وېډيوګانو کول، پر بېټرۍ خورا ډېره اغېزه کوي. له اړتيا زيات تصويران او وېډيوګانې ډېر ژر او په اسانۍ ستاسې د موبايل بېټرۍ خرابوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: