غزل…!/ شرافت ویاړ

 

اوس شبګیرو په مخه کړی یم خوبونه راځي!
بېګا مې یار سره دي ډېري جنګولې سترګې!

یمه هر وخت ستا د راتلو په انتظار جانانه!
وي مې هر وخت په دروازه پورې ګنډلې سترګې!

تر لاس مې ونیسه د یار کور ته مې ودروه!
په سترګو ړوند یم د یار حسن مې سوځلې سترګې!

دا سړی څوک دی چې پر لاره ځي او ښکته ګوري!
په ځینو خلګو وي خدای څومره ښه پاللې سترګې!

ویاړ یې پر ملا مات کړ اوس هغسې ځواکمن نه ښکاري!
لالیه تا چې په ځواني کې تورولې سترګې!

شرافت ویاړ

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button