اغه متل خو دې ایزده ده؟/ شفیع اعظم

داکتر صیب: هیچ تعهد برای رهایی 5 هزار زندانی وجود ندارد.
پنځه میاشتې بعد: ما 4 زره 6 سوه خوشې کړل، خو پاتې څلور سوه بندیانو خلاصون صلاحیت نلرم ملت دې لویه جرګه کې تصمیم ونیسي.
ملت: چې بین الافغاني مذاکرات پیلیږي ټول څلور سوه زندانیان ور خوشې کړه!
داکتر صېب: 🧐
وه ورونو! زه یې کیسه کې نه یم خو فرانسه، اسټرالیا او نور هېوادونه د بندیانو له خلاصون سره مشکل لري.
فرانس + اسټرالیا: یاره که دا ټوله پروسه زموږ شپږ اوو بندیانو ته معطل وي پرې ورځئ دغه هم خوشې کړئ.
داکتر صېب! 🤔
وا اروپایانو، وا امریکایانو وا نړیوالو! که دا څلور سوه خوشې کړم ستاسې وطن به د تاریاکو سېلاب په مخه کړي.
نړیوال: یاره موږ خپل پولیس او خپل ولسمشران لرو چې د تاریاکو او امنیت غمه مو وخوري. ورځئ بندیان مو خوشې کړئ تاسې خپل غم وخورئ چې سوله راشي او ستاسې له سوال او ګدایي ګرئ خلاص شو.
داکتر صېب: 🤓
خیر نو داسې چې ده طالبان ولې زموږ پیلوټان او کمانډو نه را خوشې کوي.
ملت: امی مشکل تو چیست؟ 🙄🤔🧐
داکتر صېب: اغه متل خو دې ایزده ده؟
ملت: هو ایزده مو ده، یو دې خر خوښېده بل خدا چیشی وو.
داکتر صېب: ترررڅې تاسې حل لارې لټوئ؛ زه به پوره پنځه کاله همداسې مشکلات ایجادوم او تاسې ټول ونو ته خېږوم 🙃

 

شفیع اعظم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولئ
Close
Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: