اشرف غني ولې پرله‌پسې د افغان ولس سپکاوی کوي؟

خط اول
له انسان تېروتنه حتمي ده. لفظي تېروتنې له هر انسان کېږي. که هغه ولسمشر، وزیر، والي او که یا عام کس وي؛ خو پرله‌پسې تېروتنې بیا ډېر کم خلک وي. د نړۍ ډېر ولسمشران د کاغذ له مخې خبرې کوي. دوی دومره خبرې کوي څومره چې پر کاغذ ورته لیکل شوي وي. نور له ځانه اضافي معلومات نه ورکوي. کله چې د کاغذ لیکل خلاص شي، دوی هم دریځ پرې ږدي. دغه خلک وېرېږي چې لفظي تېروتنه ونه کړي او د همدې وېرې له امله د کاغذ له مخې خبرې کوي.
هره اوونۍ په ټولنیزو رسنیو کې د اشرف غني د لفظي تېروتنو موضوع توده وي. اشرف غني ته ځان«جامع الکمالات» ښکاري او په هره برخه کې دی له ځان معلومات ورکوي. دی دې ته هم نه گوري چې اورېدونکي یې په دغه موضوع له ده ډېر معلومات لري او یا یې هم مسلکي خلک دي. څو اوونۍ وړاندې یې د میوند د ملالې مشهوره ټپه غلطه وویله.
که په میوند کې شهید نه شوې
خدایږو لالیه بې‌ننگۍ ته دې ساتینه
خو اشرف غني د میوند د ملالې سپکاوی وکړ او ویې وویل:«مه هېروئ چې ملالۍ په میوند کې دا بیرغ اوچت کړ او ویلې ځان فدا کړئ کنه خوله نه درکوم، سبا.» اشرف غني فکر کوي چې ملاله هم د ارگ د اوسنیو ښځو په څېر وه، چې په مرستیالۍ خوله ورکوي. اشرف غني په لسګونه ځلې داسې لفظي تېروتنې کړي، چې په ځینو یې ارگ بښنه هم غوښتې ده او په ځینو تراوسه غلی پاتې شوی.
روانه اوونۍ اشرف غني په ارگ کې یوې فرهنگي غونډې ته وویل، چې شل کاله مخکې افغانستان کې چا په پښتو او دري ژبو لیک لوست نه‌شو کولی، خو اوس یې کولی شي. دې ناستې ته استاد حبیب الله رفیع، استاد محمد اصف صمیم او گڼ نور استادان هم بلل شوي وو او ټولو یې خبرې واورېدې، خو هېچا پرې کومه نیوکه ونه کړه.
اشرف غني سلگونه مشاورین لري. له تېرو شپږو کلونو راهیسې یې اسدالله غضنفر فرهنگي مشاور دی. له غضنفر سربېره یې لال پاچا ازمون هم فرهنگي مشاور پاتې شوی. اشرف غني ټولو سلاکارانو ته هره میاشت مېلیونونه افغانۍ ورکوي او دنده یې هم داده چې که دی په کومه غونډه کې په کومه موضوع خبرې کوي، نو تیار متن ورته برابر شوی وی، څو ځلې کتل شوی وی او دی هم د همدغه متن له مخې خپلې خبرې وکړي. خو دی په یوه غونډه کې هم د کاغذ له مخې خبرې نه کوي. کله کله موضوع یوه وي، خو دی پکې له ځانه په نورو موضوعاتو خبرې کوي.
شل کاله مخکې که په افغانستان کې ښوونځي لږ وو، خو معیار یې د اوسني وخت نه څو برابره لوړ و. د هغه وخت د ښوونځیو زده‌کوونکي د اوسني وخت له زده‌کوونکو نه ډېر لایقه وو. شل کاله مخکې په افغانستان کې د علامه عبدالشکور رشاد، عبدالله بختانی خدمتگار، محمد حسن کاکړ او لسگونه نور لیکوال لرل، چې هم یې په پښتو او هم یې په دري ژبو لیکل کول او کتابونه یې هم اوس ساری نه لري.
د اشرف غني لسگونه درجنه سلاکارانو ته پکار ده چې اشرف غني وپوهوي چې په هره موضوع کې له ځانه خبرې نه کوي او نه دې هم د افغان ولس سپکاوی کوي. که د دوی خبره نه مني، نو د نر غوندې د استعفا وکړي او خلکو ته دې په ښکاره وايي، چې دی د چا نه مني.
د اشرف غني خبرې او د یوه عام کس خبرې باید فرق ولري، ځکه ده ته ځان ولسمشر ښکاري او هم ادعا کوي چې د نړۍ په معتبرو پوهنتونونو کې استاد پاتې شوی او هم ځان ورته د نړۍ دویم مفکر ښکاري. د دویم مفکر چې دا حال وي، نو د ده نه مخکې او وروسته مفکرینو به څه حال وي؟

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button