د عاشوراء شاليد او نمانځل

عباس عابد
حضرت موسی کليم الله چې د الله جل جلاله په مرسته له فرعون او د هغه له لښکره نجات وموند، يعنې فرعون په بحر کې ډوب شو او موسی عليه السلام سره له خپل قومه روغ رمټ له بحره پورېووت، نو د الله جل جلالله د شکر د اداء کولو لپاره يې روژه ونيوله. او په کومه ورځ يې چې روژه ونيوله، دا د محرم الحرام لسمه ورځ وه.
رسول اکرم صلی الله عليه وسلم چې مدينې منورې ته هجرت وکړ، د مدينې يهودي هستوګنو د محرم په لسمه روژه نيوله، نو هغه وپوښتل: دا خلک څنګه په دې ورځ روژه نيسي؟ ورته وويل شول، چې (د محرم په لسمه ورځ) موسی عليه السلام له فرعونه نجات وموند، هغه د الله جل جلاله د شکر اداء کولو لپاره (په دې ورځ) روژه ونيوله. بيا (رسول الله صلی الله عليه وسلم) وويل: که په راتلونکي کال کې ژوندی وم زه به د محرم په نهمه ورځ هرو مرو روژه ونيسم.
عن ابن عباس رضی الله عنهما قال: حين صام رسول الله صلی الله عليه وسلم عاشورا وامر بصامه قالوا: يا رسول الله صلی الله عليه وسلم انه يوم يعظمه اليهود والنصاری، فقال رسول الله صلی الله عليه وسلم: لئن بقيت الی قابل لا صومن التاسع». رواه مسلم.
ژباړه: له حضرت عبدالله بن عباس رضی اله عنهما نه روایت دی، وايي: کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د عاشورا روژه ونيوله او د هغه د نيولو امر يې وکړ، صحابه کرامو رضی الله عنهم وویل: اې د الله جل جلاله رسوله! بېشکه يهود او نصاری د دې ورځې درناوی کوي، نو رسول کريم صلی الله عليه وسلم وويل: «که راتلونکی کال ژوندی وم، خامخا به د (محرم) په نهمه روژه نيسم».
لنډه دا چې موسی عليه السلام د الله جل جلاله له ستر دښمن (فرعون) څخه نجات ومونده، نو روژه يې ونيوله. او بيا رسول الله صی الله عليه وسلم هم د محرم په لسمه د روژې امر وکړ، خو دا يې هم ويلي، چې د محرم په نهمه به روژه نيسم. نبي عليه السلام له يهوديانو او عيسويانو سره په هر څه کې مخالفت کولو، د فرعون د غرقېدا له امله يې له موسی عليه السلام سره موافقت وکړ، د فرعون پر غرقېدو يې د الله جل جلاله شکر اداء کړ، ولې له يهوديانو او عيسويانو سره يې مخالفت وښود او د محرم د لسمې (عاشوراء) د روژې نيولو سره يې د محرم د نهمې ورځې د روژې نيولو وويل. بناءً له يهوديانو، نصرانيانو، هندوانو او مجوسيانو او نورو ټولو کافرانو سره مخالفت په کار دی، په دې اړه ډېر احاديث شته. افسوس چې اوس ډېر مسلمانان له کفارو سره خپل ځانونه مشابه کوي، هغوی چې څه کوي، مسلمانان هم هو بهو هغه ترسره کوي، لکه عيسويان خپل کرسمس لمانځي، مسلمانان هم هغه تجليلوي. همداشان د مجوسو پېروان د نوي شمسي کال په لومړۍ ورځ د (نوروز جشن) لمانځي نو ډېری افغانان هم هغه ورسره لمانځي او په دې ورځ خورا زيات محرمات له پښو لاندې کوي او د سترو ګناهونو ارتکاب کوي.
حضرت امام حسين رضی الله عنه او د هغه ملګري د محرم په لسمه ورځ د يزيدي لښکر له خوا په کربلا کې په شهادت ورسول شول او په اسلامي تاريخ کې دا ډېره ستره ويرجنه پېښه ده!! ډېر مسلمانان په دې عقيده دي چې د محرم الحرام (عاشوراء) په ورځ روژه نيول د امام او د هغه د ملګرو د شهادت له امله دی، پر امام دوی باندې ظالمانو خورا زيات ظلم وکړ او له اوبو څخه يې هم ايسار کړل، نو په دې ورځ روژه نيول ډېر ثواب لري. بناءً داسې نه ده، امام حسين رضی الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم له رحلته وروسته په شهادت رسېدلی، بيا د هغه د شهادت په ماتم کې روژه نيول نشته. د عاشوراء روژه نیول موسوي سنت و، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم هم له لسمې سره د محرم د نهمې ورځې روژه نيول ورزيات کړل. د رسول الله صلی الله عليه وسلم له رحلته وروسته د دين احکام نه دي نازل شوي او نه به له دې وروسته نازل شي، دين بشپړ شوی او پوره شوی.
امام حسین رضی الله عنه د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم لمسی او د علي کرم الله وجهه زوی دی، شيعه ګان د امام حسين رضی الله عنه پر شهادت وير او ماتم کوي، وير کوي او خپل ځانونه وهي، پر مړيو باندې ماتم کول او ځانونه وهل، دا د اسلامي شريعت چې محمد عربي صلی الله عليه وسلم راوړی، د هغه له مخې حرام او ناروا دي، رسول اکرم صلی الله عليه وسلم وايي: «ليس منا من ضرب الخدود وشق الجيوب». متفق عليه. ژباړه: هغه څوک زمونږ له ډلې څخه نه دی چې مخ په څپېړو وهی او جيبونه څېروي (سینې وهي).
همداشان بل ځای وايي: «أنا برئ ممن حلق وصلق وخرق». متفق عليه و لفظه لمسلم. ترجمه: زه له هغه چا بېزاره يم چې سر خريي (پر مړي د خپګان له امله) او (پر مړي باندې) د ژړا اواز پورته کوي او په مصيبت کې جامې څېروي. نو اهل التشيع چې د امام حسين رضی الله عنه د شهادت په ورځ او مناسبت کوم کارونه کوي دا حرام دي، آن تر دې چې څوک د دوی د کړو وړو ننداره کوي، هغوی هم ګناهګار دي. «عَنْ ابي سعيد الخدري رضی الله عنه قال لعن رسول الله صلی الله عليه وسلم النائحة والمستمعة». رواه ابو داود. ژباړه: له ابوسعيد خدري رضی الله عنه څخه روايت دی، وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم پر مړي باندې په ژړا کوونکې (ښځه) باندې لعنت ويلی او په غوږ نيوونکې (ښځه) يې (هم) لعنت ويلی.
د عاشوراء پر ورځ چې څوک د شيعه ګانو مجالسو او غونډو ته ورځي او ګډون په کې کوي، نو دا هم حرام دی. بايد سني مسلمانان له دې څخه اجتناب وکړي، ځکه په شريعت کې دا ډول لمانځل او د دښمن غندل نشته. او مسلمان چې شهيد شي يا په خپل مرګ ومري، پر نورو مسلمانانو باندې د هغه حق دا دي، چې غسل ورکړي، کفن ورکړي، جنازه پرې وکړي او خاورو ته يې وسپاري. له دې پرته نورې ټولې طريقې باطلې او ناروا دي.
د امام حسين رضی الله عنه د شهادت پر مناسبت چې شيعه ګان اوس کوم ماتم کوي، هغه بې ځایه دی ولې یې یزیدي لښکر ته يوازې پرېښوده، هغه مهال به يې مرسته ورسره کړې وه. هلته همدې شيعه ګانو امام په ميدان کې پرېښود. اوس ماتم او ژړا نه ده پکار، اوسني شيعه ګان بايد د خپلو پخوانيو پر کړنو وېر وکړي، ځکه هغوی له امام سره جفا وکړه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button