بندي قبر

عزم جمعه،۷ وږی، ۱۳۹۹): په فيسبوک کې دا څو ورځې “د ازادۍ د تحريک” د یو شهيد د قبر تصويرونه ښکته پورته کيږي چې ځنځيرونه ترې تاو دي.
دا د مولانا قاضي فضل قادر شهيد، مزار دی. هغه په پښتونخوا کې “د ازادۍ د تحريک” يو مهم او پېژندل شوی مشر و، چې په بنو کې يې ډېر پلويان درلودل. دوی د ۱۹۳۰ م په اګست کې د انګرېز سرکار پر ضد په سپين تنګي ـ بنو کې مظاهره کړې وه.
دې لويې مظاهرې ته انګرېز کپټان اشرافټ ورغی، له خلکو نه لا وار د مخه اسلحه ټوله کړای شوې وه. اشرافټ د جلسې د دريځ مخې ته له قاضي فضل قادر سره په خبرو بوخت و، خو خبرې يې ترخې شوې، انګرېز فوځي په قاضي شهيد ډز وکړ، په دې وخت کې يو ځوان احمد خان چندن په هغه باندې د لور ګوزار وکړ، دې سره انګرېزانو د مظاهرې په ټولو بې وسلې ګډونوالو ړندې ډزې وکړې، چې ۸۰ تنه يې شهيدان او د قاضي فضل قادر په ګډون په سلګونو نور يې ټپيان کړل. قاضي يې په زخمي حالت کې د ډومېل پوستې ته يووړ، خو قاضي هلته د ژوند پور پرې کړ او شهيد شو.
انګرېز سرکار دومره په غوسه و چې د هغه جسد يې وارثينو ته ورنکړ، بلکې د زندان دننه يې په يوه بلاک کې ښخ کړ.
په قاضي پسې انګرېزانو په مړينې مقدمه درج کړه او د هغه له قبره يې ځنځيرونه تاو کړل تر څو وښيي چې دا بندي دی.
د بنو دا مرکزي زندان د زړښت له کبله په ۲۰۰۴م کې د پښتونخوا د وزير اعلی اکرم خان دراني په وخت کې ونړول شو. هلته يې د قاضي فضل قادر د مزار چاپېره پارک جوړ کړ. د قاضي مزار يې هم په مرمرو پوخ کړ، لاکن تراوسه يې د مزار ګېرچاپېره ځنځيرونه موجود دي.
پښتونخوا کې د تاريخ څانګې پروفيسور، ډاکټر اسفنديار درانی وايي، دا د خپل نوعيت لومړنۍ پېښه نه ده. انګرېزانو په خيبر کې يوه ونه او په مومندو کې يوه دروازه هم په ځنځيرونو تړلې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button