جنوبي افريقه: د يوه هندو په غوښتنه؛ محکمې اذان بند کړ!

د جنوبي افريقه يوې محکمې د جوهانسبرګ ښار په ډُربن جومات، د يو هندو د عريضې له کبله اذان بند کړ.
دغه هندو چاندرا اليوړي نوميږي. په اينجينري څانګه او تعليمي برخه کې فعاليت کوي، کور يې له جومات نه ۲۰ متره لېری دی.
ده محکمې ته عريضه کړې چې تعليم الدين اسلامي مرکز او ډُربن جومات بايد بند کړل شي. دغه مرکز دلته ټولنه کې “جلا اسلامي فضاء” رامنځته کړې، چې دا هندوانو او نورو عقيدو لرونکو ته ښکاره تکليف رسول دي. او د جومات اذان زه ناراحته کړی يم، زما خوب يې خراب کړی، زه نشم کولای چې د خپل جايداد له حقوقو خوند واخلم.
د ډُربن د محکمې قاضي سېډويل نګډي پرېکړه کړې چې اذان بايد داسې وشي چې د چاندرا په کور کې وا نه ورېدل شي. بايد د عارض له جايداد نه د خوند اخيستلو حق ته احترام وشي. او د اسلامي مرکز د بندولو په اړه قاضي ويلي، چې عارض د ټولې ټولنې استازيتوب نشي کولی، دا منطقی غوښتنه نه ده، ياد مرکز به خلاص وي.
چاندرا اليوړي د اسلام کلک مخالف دی،هغه غواړي چې دغه سيمه پخواني حالت (برم) ته وګرځي، يانې اسلامي مرکز او اسلامي فعاليتونه دې پکې نه وي. هغه په ۲۰۰۴ م کې هم د جنوبي افريقه د بشري حقوقو کميسيون ته عريضه کړې وه. کميسيون هغه مهال پرېکړه کړې وه چې دغه جومات دې د سهار اذان “د ډُربن په وخت درې نيمې بجي کيږي” په باندني او چټک لوډسپېکر نه کوي او د پاته وختونو په اذان او دعا دې هم له دريو دقيقو ډېر وخت نه نيسي.
د دغه جومات او اسلامي مرکز مشر او په ډربن کې د مسلمانانو ټولنه وايي، چې د ټولنې هندوان او عيسايان د چاندرا د پرېکړې په خلاف له دوی سره ولاړ دي. په خبره يې، چې محکمې ته به اپېل وکړي او د دې پرېکړې په خلاف به ودريږي. ځکه چې هسې هم اذان په بېروني لوډسپېکر نه کېده او او قانون هم اجازه ورکړې چې عقيدوي ازادي ولري، خو د سېډوېل پرېکړې ياد قانون له نظره غورځولی.
محمد اميرميا، د جنوبي افريقې د بشر د حقوقو د کميسيون کمشنر، ياده پرېکړه “ټکان ورکوونکې” بللې او وايي، جنوبي افريقه کې بېلابېل قامونه اوسي، خلک بايد زغم وښيي او هم ټولنيزه پيوسته ګي ولري.
د کيپ ټاون پوهنتون د حقوقو پروفيسور ډي وس وايي: محکمې “سنګينه غلطي” کړې. د جنوبي افريقه په قوانينو کې د جايداد خاوند دا “مطلق” حق نلري چې بيخي له شوره پرته دې، د جايداد له حقوقو خوند واخلي. د هغه په خبره، د ځای ځايګي څښتنان بايد د ګاونډيانو يوه اندازه شور وزغمي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: