محب:د مصالحې عالي شورا د هیڅ راز پریکړې واک نه لري

عزم یکشنبه،۹، وږی، ۱۳۹۹):په داسې حال کې چې اشرف غني تیرماښام په یوه فرمان کې د مصالحې عالي شورا تشکیلات اعلان کړل، تازه دجمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په یوه مرکه کې ددغې شورا واکونه محدود ښوودلي دي.
محب آریانا نیوز ته ویلي، د ملي مصالحې دعالي شورا د سولې بهیر په لار کې د اسانتیاوو برابرونکې ډله بولي نه د دې بهیر پرېکړه کوونکی بنسټ.

نوموړي ټینګار کړی چې د سولې په تړاو وروستۍ پرېکړې لپاره به یواځې لویه جرګه رابلل کیږي او نورو بنسټونو ته ددې چارې صلاحیت نه ورکوي.

د شنونکو په باور، غني او ډله یې هڅه کوي د سولې د بهیر واکونه تر ارګه محدود کړي او په دې توګه دخپلې پنځه کلنې واکمنۍ غځولو ته سوژې جوړې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ارګ تر دې مخکې خپل مذاکراتي ټیم یواځې خبرې کوونکې او پیغام لیږدوونکې ډله بللې وه او ویلي یې وه چې د پریکړو واک د عقبې”مصالحې عالي شورا” په لاس کې ده.

حمدالله محب په دغه مرکه کې مؤقته “لنډ مهاله” اداره د هېواد په ګټه نه بولي او ټینګار کوي، چې هر ډول لنډ مهاله اداره به په هېواد کې د کړکېچ سبب وګرځي.
د ملي امنیت سلاکار ویلي چې که نړیوال ملاتړي یې د اوسني نظام ملاتړ ونه کړي نو په وینا یې چې حکومت د نظام پر مخ بېولو توان لري او نوي ملاتړي به پيدا کړي.
بلخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي په دغه شورا کې له ګډونه ډډه کړې او ویلي یې دي چې په هیڅ راز حکومتي جوړښت کې ونډه نه اخلي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button