د جرمني يو پوهنتون د څېړنې لپاره بې کاره خلکو ته ۱۹۵ ډالر ورکوي

عزم یکشنبه،۹، وږی، ۱۳۹۹):په جرمني کې يو پوهنتون اعلان کړی چې د خپلې څېړنې لپاره بېکاره او وزګارو خلکو ته معاش ورکوي.
ويل کيږي چې د ياد هېواد په هيمبرګ کې د (يونيورسټي آف فائن ارټس) په نوم پوهنتون يوه څېړنه ترسره کوي، چې برخه والو ته پکې معاوضه هم ورکول کيږي، خو د ډالرو له اخيستلو وروسته به کاروبار نه کوي.
د فائن آرټس پوهنتون د څېړنې ټيم مشر فريډرک وان بوريس رسنيو ته د دغې حيرانونکې څېړنې په اړه ويلي: مونږ به په جرمني کې هرو دريو مخکښو بې کاره وګړيو ته ۱۹۰۰ ډالر ورکړو.
ده زیاته کړه: د دغو ډالرو په بدل کې به د تجربې ګډونوال په خپلو کورونو يا استوګنځايونو کې بې کاره کيني.
نوموړي همداراز وويل: د څېړنې له هر ګډونوال څخه به د هغه د بې کاري د نوعيت او ټاکلې مودې په اړه پوښتنه کيږي، دا په دې معنی چې هغوی تر کومې کچې او تر څومره وخته له مونږ سره په څېړنه کې، چې د خاصو تجربو لپاره ترسره کيږي، پاتې کېدلی شي.
د فريډرک په خبره: که يو څوک د نه خوړلو هڅه وکړي، ښايي ډېر کم وخت دوام وکړي، که د نه څښلو هڅه وکړي، لږ څه ډېر دوام به پيدا کړي، خو که د نه ګرځېدلو هڅه وي، ښايي ډېر زیات وخت دوام وکړي. مګر د دې برعکس د نه ويده کېدلو هڅه تر ډېره دوام نشي کولی، اما بې کاره او بې دندې پاتې کېدل له هر څه زيات دوامداره کېدلی شي.
ويل شوي چې د دې څېړنې هر ګډونوال به د راتلونکي کال تر لومړۍ مياشتې (جنوري) پورې د بې کارۍ پر مهال ليدلې، اورېدلې او ترسره کړې تجربې، څېړنې او مشاهدې له فائن ارټس يونيورسټي سره شريکوي او هغوی به بيا تر ټولو غوره ۳ کسانو ته نغدي جايزه ورکوي.
روغتيايي مشوره ورکوونکي وايي، چې دا څېړنه بې ځايه کړنه نه ده او ښايي نوې، غوره او حيروانونکې پايلې ولري، چې د خلکو په ژوند کې يو ښه بدلون راولي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button