شپږیزه لیګ، کم‌شمېر ننداره‌چیانو ته د لوبو د لیدو اجازه ورکول کېږي

عزم (دو‌شنبه، ۱۰، وږی، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د کرېکټ بورډ اداره وايي، د اتصالات فورجي شپږیزه کرېکټ لیګ کې د محدودو ننداره‌چیانو ته د لوبو د لیدو اجازه ورکړل شوې ده.

له کرېکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې د غوښتنې پر اساس د عامې روغتیا وزارت په اووم پړاو اتصالات فورجي شپږیزه کرېکټ لیګ کې د لوبغالي د ظرفیت په تناسب ۳۰ سلنه ننداره‌چیانو ته د روغتیایي سپارښتنو د رعایتولو په شرط په لوبغالي کې د لوبو د لیدلو اجازه ورکړه.

«د عامې روغتیا وزارت د ننداره‌چیانو حضور د روغتیایي سپارښتنو په رعایت سره مشروط وباله، د یاد وزارت د هدایت له مخې د لوبو ترتیبونکي باید د نندارچیانو تر منځ دوه متره فاصله پرېږدي، ټولو نندارچیانو ته ماسکونه ووېشي او په خلاصه فضا کې کېنول شي.»

همدارنګه د نوموړي سند په یوه ماده کې راغلي چې لوبغاړي او د هغوی روزونکي باید د لوبو له ترسره کولو وړاندې د کرونا د تېسټ نتیجه منفي وي.

که څه هم په هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې کمې شوي، خو لا هم دغه ناروغي په یو مخیز ډول ختمه شوې نه ده.

د شپږیزه کرېکټ لیګ په روانه میاشت کې د پنځو لوبډلو ترمنځ پیلېږي، چې یوازې پکې افغان لوبغاړي لوبېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button