څه ډول سوله؟!

عنایت الله خاموش
په دې وروستیو کې یو ځل بیا د سولې په اړه د ځینو نظر د خاوندانو غوښتنې زیاتي شوي او هر یو یې داسې سوله غواړي چې د دوی د نظر مطابق وي.
که څه هم افغان لانجه اوږده مخینه لري او د حل لپاره به یې زیاتې لوړې و ژوري موجودي وي؛ خو دا باید هېره نشي چې د اصیلو افغانانو قربانۍ به هیڅکله ضایع نشي او داسې یوه سوله به راځي چې دا څلوېښت خصوصاً دا نولس کاله یې افغان ملت، د راتګ لپاره قربانۍ ورکړي. نه داسې سوله چې افغاني ارزښتونه تر پښو لاندي او په داسې یوه برنامه توافق وشي چې د افغان ملت د غوښتنو خلاف وي. ځکه؛ کابو څلوېښت کاله کېږي د نظریو په تضاد جګړه روانه ده. ځینې د افغانانو له حقیقي او اوږدمهاله ارزښتونو دفاع کوي او ځینې بیا له غرب و کفري نړۍ څخه را وارد شوې مفکورو د ترویج و په ملت باندي د حقیقي ارزښتونو په توګه منلو لپاره هڅې کوي. دا ناورین، اشغال او د افغان لوریو ترمنځ جګړه د انګېزې له مخې روانه ده او هغه دا چې دلته ځینې خاصې کړۍ غواړي د بهرنیو اشغالګرو په مرسته خلک له اسلامي مفکورې څخه لرې کړي او په داسې یوه لوري یې سوق کړي چې د اسلامي عقیدې ځای سیکولري و کمونیستي مفکوره ونیسي؛ مګر په مقابل کې یې بیا اکثریت د دوی په مقابل کې ولاړ دي او اجازه نه ورکوي ترڅو د دوی عقیدې و ارزښتونو ته زیان ورسېږي او خدای مه کړه ملت یې خپل ۱۴۰۰ کلن تمدن له لاسه ورکړي… .
نو هغه کسان چې افغان لانجې ته اوس هم سیاسي رنګ ور کوي او په دې نظر دي چې افغان ستونزه یوه سیاسي پدیده ده، یا خو اوس راویښ شوي او حالات یې سم نه دي درک کړي او یا هم هغه کسان دي چې له مقابل اړخ څخه خړوبیږي او فکر کوي چې د سولې په راتګ سره به دوی خپل موقف له لاسه ورکړي. دوی ته دې وویل شي چې افغان ستونزه دیني اړخ لري او تر هغې چې د افغان ملت دیني ارزښتونو ته لومړیتوب ورنه کړل شي او داسې یو سوچه نظام راتګ ته زمینه سازي ونه شي چې د افغان ملت غوښتنې پوره کړي، هیڅ داسې برنامه به افغان ملت ته د منلو وړ ونه اوسي او نه به هم افغان ملت تر هغې خپله مبارزه پرېږدي ترڅو چې خپل حقه حقوق نه وي ورکړل شوي.
سولې ته ټول ملت تږی ده؛ مګر داسې سوله ورته د منلو وړ نه ده، چې د څو کلنو نمایشي لاسته راوړنو په خاطر دې خپل ۱۴۰۰ کلن تمدن و لاسته راوړنې له لاسه ورکړي او د ۱۹ کلنو مجازي لاسته راوړنو په خاطر دې تر خپلې عقیدې، ارزښتونو، کلتور او تمدن تېر شي او خپلې ټولې قربانۍ دې د غربې و کمونیستي مفکورې څخه د متأثره افرادو پښو ته ور وغورځوي.
نو ټول دي یې په خلاصو غوږو واوري چې افغان ملت ته خپل حقیقي و اوږدمهاله ارزښتونه ساتل مهم دي او تر هغې به خپله مبارزه جاري ساتي ترڅو یې چې خپل هدف ته ځان رسولی نه وي. دلته د اشغال پر نیلي د راغلیو غوښتنې افغان ملت ته د منلو نه دي او نه هم حقیقي افغانان هغه چاته د خپل سرنوشت د ټاکلو صلاحیت ورکوي چې هرڅه یې پردي دي….

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button