جاپان الوتونکی موټر جوړ کړی

عزم سه شنبه،۱۱، وږی، ۱۳۹۹): جاپان، هم په سړک باندې چلېدونکی او هم په هوا کې پرواز کوونکی موټر جوړ کړی.
د AFP خبري اژانس مطابق، Sky Drive جاپانۍ کمپنۍ داسې موټر جوړ کړی چې کوچني پروازونه هم کولی شي.
سکای ډرايف موټر جوړونکې کمپنۍ د خپل توليد وېډيو خپره کړې، چې پکې ښکاري دا ځانګړي موټر تر ۵ فُټو پورې په ورو رفتار په فضاء کې روان دی. د يو کس ګنجايش لري او مخې ته يې يو پر هم شته.
دا کوچنی موټر د جاپان د مشهورې ټويټا کمپنۍ په مرسته جوړ شوی چې پرله پسې د ۳۰ دقيقو لپاره، د ۹ مترو په لوړوالي د الوتنې وړتيا لري.
سکايي ډرايف چې له ۸ کلونو راهيسې د دې موټر په لومړنيو چارو، ډيزاين او جوړولو بوخته وه، وايي: توليد به يې په ۲۰۲۳ ز کې په نړيوالو مارکيټونو کې موجود وي.
ياده دې وي چې دا د موټر د پرواز لومړنۍ تجربه نه وه بلکې له دې نه څو ورځې د مخه د امريکا هوايي ځواک هم د خپل الوتونکي موټر، ابتدايي تجربه وکړه چې کاميابه شوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: