صايم کاکړ بيا کرکټ بورډ ته را وګرځېد

عزم سه شنبه،۱۱، وږی، ۱۳۹۹): د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی مدير نويد صايم کاکړ، چې يو کال بنديز پرې لګېدلی و، بيا د افغانستان کرکټ بورډ ته را وګرځېد.
په نويد صايم باندې د ۲۰۱۹ ز له نړيوال جام نه وروسته د يوې “سياسي لوبې” په ترڅ کې يو کلن بنديز لګېدلی و. هغه د نړيوال جام پر مهال د کرکټ ټيم، مدير و او د مطبوعاتي مسؤل د نه شتون په صورت کې يې دغه دنده هم پر مخ وړله.
هغه باندې د کرکټ بورډ د پخواني مشر عاطف مشعل لخوا فشار و چې ولې يې ځينو “خاصو” لوبغاړو ته ځانګړې پاملرنه نه ده کړې؟ ډالۍ يې نه دي ورته اخيستې! او محدوديتونه يې پرې لګولي. هغه يې د لوبغاړو او د کرکټ بورډ د هغه مهال د مشرتابه ترمنځ د اختلافاتو او سياست قرباني او له دندې ګوښه کړ.
ويل کيږي چې نويد صايم په نړيوال جام کې د کرکټ بورډ له نوي مشر عزيز الله فضلي، نوي کپتان ګلبدين نايب او ځوانو لوبغاړو سره غاړه وړله چې دا کړنه په پخواني کپتان، اصغر افغان، ځينو لوبغاړو او د بورډ په پخواني رئيس عاطف مشعل ښه نه لګېدله نو هغه ته يې دسيسه جوړه کړه او په کور يې کېناوه.
نويد صايم کاکړ دا ځل د کرکټ بورډ د رئيس فرهان يوسفزي په سپارښتنه د کرکټ د ډسپلين “څار او تنظيم” کمېټې ته راوستل شو. هغه به په دغه کمېټه کې د الله داد نوري تر مشرۍ لاندې دنده پر مخ وړي.
کاکړ د کرکټ بورډ په اړونده برخو کې کافي تجربه لري. هغه له ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۱۹ ز پورې د افغانستان د Under19 لوبډلې مدير و او له هغه وروسته آن تر پنځوس اوريز نړيوال جام پورې له ملي لوبډلې سره و.
نويد صايم کاکړ به له دې وروسته د افغانستان کرکټ ټيم د تنظيم او څار ډلګۍ مرستيال وي. په بورډ کې يو ځل بيا د ده د ګمارنې پرېکړه په ټولنيزو رسنيو او سپورټي چينلونو کې زښته ډېره ستايل شوې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button