ږيره او برېت پرېښودل د پوستکي د سرطان خطر کموي

د پوستکي او وېښتانو يو روسی متخصص ډاکټر د دې لپاره چې د پوستکي په سرطان اخته نشو، د ږيرې او برېتونو د پرېښودلو سپارښتنه کوي.
د فېشن او کورني ژوندانه اړوند موضوعاتو نشرونکې مشهوره روسۍ اونيزې Argumenty i Fakty د يو روسي جلد متخصص له خولې ليکلي، ږيره او برېت پوستکی د لمر له ضرري وړانګو خوندي کوي چې د پوستکي په سرطان اخته کېدو خطر راکموي.
ډاکټر ناټاليا کوزلوف وايي، ږيره او برېت د تحريکوونکو توکو پر وړاندې د فلټر کار کوي نو پوستکی له حساسيته ساتي، په وينا يې د مخ له پاسه قوي وېښته د غوړو د غُدو د ښه فعاليت له کبله د مخ پوستکی، نرم، تر و تازه او غوړ ساتي. د هغه په خبره، څوک چې ږيره او برېت نه خريي نو د مخ پوستکی يې هم ډېر نه زيانمن کيږي چې دا کړنه هم د پوستکي په صحي خونديتابه کې مرستندويه ده.
ډاکټرکوزلوف ټينګار کوي، ږيره او برېت چې څومره پاک، سوتره او قوي وي نو په هماغه اندازه به د مخ د پوستکي له ناروغيو خلاص يې او د پوستکي په سرطان د اخته کېدو چانس به مو خورا کم وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: