کابينې په تذکرو کې د مور د نوم ليکلو طرحه تائيد کړه

عزم چهارشنبه،۱۲، وږی، ۱۳۹۹): د کابل د کابینې، د قوانينو کمېټې، په تذکرو کې د مور د نوم لیکلو طرحه تائيد کړه.
دا پرېکړه د ړاکټر غني د دوهم مرستیال قانون پوه سرور دانش په مشرۍ د کابينې د قوانينو د کمېټې په هغه غونډه کې وشوه چې د نفوسو د احوال د ثبت قانون کې د تعديلاتو او “احصايې او معلوماتو د ادارې” او “د نفوسو د احوال د ثبت ادارې” د سره يو ځای کېدو (مدغمېدو) لپاره رابلل شوې وه.
له ډېر وخت راهيسې ځينو ښځينه فعالانو، په صورت عموم سره مدني فعالانو او په تېره، هغوی چې ځانونه فيمينسټان يا د ښځو د حقوقو غوښتونکي او داعيان بولي، “زما نوم چېری دی؟” تر شعار لاندې کمپاين چلاوه او غوښتل يې چې په تذکرو کې دې د تذکرې د څښتن د مور نوم هم وليکل شي. دا دی اوس هغوی ته مثبت ځواب ورکړل شو.
د احصايې او معلوماتو ادارې رئيس احمد جاوېد رسولي وايي: د ښځو برخې فعالانو غوښتنې ته د مثبت ځواب ويلو له کبله يې دا طرحه جوړه کړې ده.
له دې وروسته به تذکرو ته د مور نوم ور زيات شي، خو ويل کيږي چې پټ به وي او د تذکرې پر مخ به نه ليدل کيږي، خو دا “تعديلات” به د کابينې له تائيد وروسته د تصويب لپاره يو وار پارلمان ته هم وړاندې کېږي.
ياده دې وي چې د الکټرونيکي تذکرو له وېش نه وړاندې په تذکرو کې د دين او قوم د ليکلو او نه ليکلو په سر د چارواکو او ولس په ګډون پراخ جنجالونه روان ول.
اوس هم ډېری کارپوهان اندېښمن دي چې د کابينې لخوا د مور د نوم دا متنازعه طرحه تائيدول به په کليوالو او لېرې پرتو سيمو کې د تذکرو له اخيستلو د انکار لامل شي او په دې سره به بيا ناقانوني، فساد او د امنيت خرابېدنه ډېره شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button