د ملي امنیت شورا: د ۷ بندیانو پرته نن ټول طالب بندیان خوشې شول

عزم (پنج‌شنبه، ۱۳، وږی، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د طالب بندیانو د خلاص بهیر پای ته ورسېد او د ۷ طالب بندیانو پرته نور ټول بندیان خوشې شول.

له ملي امنیت شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د مشورتي لویي جرګې د فیصلې پر اساس، د سولې پروسې د موفقیت او د مخامخو خبرو د ژر پیل په موخه، وروسته له هغه چې طالبانو افغان کمانډویان ازاد کړل، د طالبانو له لېسته پاتې بندیان هم خوشې کړل.

د خبرپاڼې له مخې، د پاتې بندیانو د خلاصون لپاره هم هڅې روانې دي او کېدای شي پاتې بندیان هم خوشې شي.«د طالب بندیانو له ډلې یوازې هغه څو کسان نه دي خوشې شوي، چې په اړه یې نړیوال غبرګونونه موجود دي، د دې موضوع د حل لپاره هم دیپلوماتیکې هڅې روانې دي. اوس چې د زندانیانو د خلاصون پروسه پای ته رسېدلې، لازمه ده چې سمدستي د سولې مخامخ مذاکرات پیل شي.»

په تېرو دوو ورځو کې د طالبانو له ۳۲۰پاتې بندیانو له ډلې د کمو بندیانو پرته نور ټول خوشې شول. افغان حکومت هیله لري چې د بندیانو له خلاصون وروسته به بین الافغاني خبرې پیل شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button