هلمند کې د جوارو سږني حاصلات ۱۹۰زره ټنو ته رسېږي

عزم (پنج‌شنبه، ۱۳، وږی، ۱۳۹۹ل): د هلمند د کرنې ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې په ۳۷زره او ۲۳۵هکټاره ځمکه جوار کرل شوي دي، چې د اټکل له مخې به د دغو کروندو څخه ۱۸۹زره او ۸۹۸ټنه جوار ترلاسه شي.

د هلمند د کرنې رئیس زلمی الکو وايي، هلمند د هېواد په کچه لوى او کرنيز ولايت دى او ترڅنګ يې هوا هم معتدله او دکرنې لپاره مناسبه ده. جوار (سوکړک)، غنم، لوبيا، ممپلي، رومي، بينډۍ، پنبه، تورمۍ او زعفران يې ښه حاصل ورکوونکي کرنيز حاصلات دي.

«د هلمند اقلیم د جوارو کرکېلي لپاره مناسب اقلیم دی او په دې ولایت کې د جوارو بېلابېل ډولونه کرل کیږي او د پلور لپاره نورو ولایتونو ته صادریږي.»

د الکو په خبره، د هلمند جوار د کابل په ګډون په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم مینه وال او ګرم بازار لري. د هلمند جوار کابل، لوګر، غزني، کندهار، مقر، شاجوی، بولدک، او ننګرهار ته صادریږي، چې په یادو ولایتونو او سیمو کې پروسس او د نباتي غوړي ترڅنګ تر حیواني خوراکي پورې په بېلابېلو توکو کې کارول کیږي.

«هلمند کې د جوارو د پروسس لپاره د خصوصي سکټور په برخه کې زمینه برابره کړي، تر څو ددې ولایت جوارو لپاره د بازار موندنې ترڅنګ د غوړیو تولید او د حیواني خوراکې چمتو کولو برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button