روغتیا وزارت: په هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر له ۳۸زرو واوښت

عزم (پنج‌شنبه، ۱۳، وږی، ۱۳۹۹ل): د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې یې د کرونا ۴۵مثبتې پېښې ثبت کړي دي.

د دغه وزارت ویاند اکمل سمسور وايي، د تازه پېښو په ثبتېدو سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸،۲۸۸ ته ورسېد، چې له دې ناروغۍ تراوسه ۱۴۱۰تنه مړه شوي او ۲۹،۳۹۰تنه ترې بېرته رغېدلي دي.

د ده په خبره، ۷۴۸۸تنه لا هم د کرونا له ناروغۍ کړېږي.«تازه پېښې ۶ کابل، ۹ هرات، ۲۰ کندهار، ۲ پکتیا، ۴ غور، ۳ فراه او یوه هم په روزګان ولایت کې ثبت شوې دي.»

نوموړي پرون هم په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي وو، چې د کرونا مثبتې پېښې ۱۲سلنه کمې شوي دي.«په هېواد کې د کرونا وایروس مثبتو پېښو کمېدو ته په پام سره، په روانه او راتلونکې اوونۍ کې به افغانستان د کرونا وایروس د کمو پېښو شاهد وي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button