د جنت حورې ږدي خالونه د شهيد له وينو ــ د جنګ ميدان ته به څوک ولې سره لاسونه نه ځي/ ګل پاچا الفت

شهرت د عقل له نامه د افلاتونه نه ځي
د آزادۍ مينه هيڅکله له پښتونه نه ځي
سر و مال ځي د عشق په لار کې خاورې کيږي زړونه
د ليلا مينه پس له مرګه له مجنونه نه ځي
که هر څه لاړ شي له دې دهر او جهانه ځنې
د بل له جُغ لاندې ژوندي ويښ ملتونه نه ځي
سر ورکول د خپل وطن او د ملت لپاره
څو چې دنيا وي له انسانه دا خويونه نه ځي
د تېغ په سپين مخ کې رڼا د آزادۍ ځليږي
د تورې خولې نه دغه راز ښه تاثيرونه نه ځي
اثر د تورو پاتې کيږي تر آبده پورې
د کايناتو له زړګي دغه رازونه نه ځي
د آزادۍ ډګر ته هيڅ وخت رسېدلی نشي
هغه ملت چې د ننګ لار کې يې سرونه نه ځي
د جنت حورې ږدي خالونه د شهيد له وينو
د جنګ ميدان ته به څوک ولې سره لاسونه نه ځي
د آزادۍ سندره دومره ډېر رنګونه لري
چې تمام عمر ابتکار له دې مضمونه نه ځي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button