د لوی مصلح مجدد زمانه الحاج حقاني صاحب رحمةالله علیه د دوهم تلین د نادر ډزاین شوي فلم اړوند

 

لیکوال؛ مولوي اولیاء عمري

د ستر شخصیت او لارښود لوی مصلح، مجدد عصر، ملنګ خویه انسان، د کفارو او غلامانو د سترګو خار، والد الشهداء، مجاهد الجهادین، د تېر او اوسني جهادونو قائد، د غر غوندي حوصله لرونکي، د ځوان نسل روزنکي، تیارو سره ډغره وهونکي، نه ستړېدونکي انسان الحاج مولوي جلال الدین حقاني صاحب رحمةالله علیه د دوهم تلین په مناسبت نوی اصدار دومره زړه را کېښونکی ده چې زه خو یې خپله هېڅ تعبیر نشم کولای.

دې فلم کې نادر ډزاین پکې شوی تر څنګ یې عجیب ښکلی جوړښت لري او په طبیعي، صحني، ټرینګ او رمایې لحاظ د ویډیو تخنيکي جوړښت د اعلاميو خورا خوندور او په زړۀ پوري دی.

لکه څرنګه چې ټولې نړۍ ته څرګنده ده چې د افغانستان اسلامي امارت په نظامي ډول خورا پیاوړی شوی او د لا پیاوړتیا په لور په چټکي سره درومي، همداسي نړیوالو ته اوس دا هم جوته شوې ده چې د افغانستان اسلامي امارت په پرهنګي ډګر کې هم په خورا زیاته تېزي او سرعت سره د کامیابۍ په درشل کې روان دی.

د ا.ا.ا د همدې پرهنګي مبارزې له برکته ورځ تر بلې نړیوال اسلامي امارت ته په خورا درنه سترګه ګوري او طالبان د معاصر اشخاصو نمونه او سنبول سنجوي ځکه چې طالبان او د ا.ا.ا په اولو کې غربي رسنیو په سوشل میډیا کې منفوره او بد معروفي کړل، بې خوندوه نومان او القابات یې ورکړ او په خورا بدو بدو الفاظو یې خلکو ته ور وپېژندل او ورپسې یې زیات تبلیغات وکړل.

د پرهنګي میډیا هلي ځلي وې او دي، چې د ا.ا.ا یې په نړیوالو په خپله اصلي مبارکه څهره وپېژندی هغه هم په خورا خوندور انداز، ډزاین، نطاقي، د ښو سحنو په ریکاډ، ټرینګ، ریکاډ، لیکنو ، مرکو او په زیات نزاکت سره چې ویډیوګانې یې وخت نا وخته د سوشل میډیا پر مخ نشریږي او دا لړۍ په زیاته اندازه د لا چیټکۍ پر طرف روانه ده.

باید ووایم چې، یو ځل بیا د ا.ا.ا د پرهنګي چارو کمیسون د منبع الجهاد څانګې د یوه تاریخ ویاړلي او جوړونکي، اتلوال، مجدد العصر، والد الشهداء، مصلح کبیر، مجاهد الجهادَین، د تېر او اوسني جهاد قائد، د غر غوندي حوصله لرونکي، د ځوان نسل روزنکي، تیارو سره ډغره وهونکي، نه ستړېدونکي او نه ستومانېدونکي شخصیت الحاج علامه مولوي جلال الدین صاحب رحمةالله علیه په اړه یو زړه را کېښونکی فلم د میډیا پر مخ وړاندې کړ.

فلم دومره نادر له افادې او استفادې ډک او د خوندونو مجموعه ده چې که یې هر څومره تعبیر وکړو مکمل تعبیر به یې ونه کړای شي.

په دې فلم (اصدار) کې د ستر شخصیت او لارښود لوی مصلح الحاج مولوي جلال الدین حقاني صاحب رحمةالله علیه د ژوند مهمې صحنې، تقریرونه، انځورونه، جهادونه، تاریخونه، صفتونه، خویونه، عادتونه او دیانتونه را ټول شوي دي او په خورا ښه انداز او ډزاین سره د ایډیټ په مخ اېښودل شوي دي

تر ټولو مهم ځای يې دا ده چې د ستر شخصیت او لارښود لوی مصلح الحاج مولوي جلال الدین حقاني صاحب رحمةالله علیه د ژوند له اوله بیا تر جنازې او قبره پورې د شوو ټولو ویډیوګانو اجزاء په دې فلم کې ځای پر ځای شوي دي.

د ستر شخصیت او لارښود لوی مصلح الحاج مولوي جلال الدین حقاني صاحب په شوو ویډیوګانو هېڅ د پاته کولو شی نه وو چې پاته شوي دې وای خو د فلم د مختصر کولو له کبله ممکن د هغو ویډیوګانو څخه هغه مهم ټکي په فلم کې ځای پر ځای شوي دي چې خورا مهم او د ټولې ویډیو، صحنې او تقریر خلاصه ده.

په دې فلم کې په عجیب ښایسته انداز نطاقي شوې ده چې ورته نطاقي به په ډېرو نړیوالو ویډیوګانو کې ثابته نشي، تر څنګ یې له اډیوګانو سره د نوموړي رحمةالله علیه زیات ښکلي انځورونه په اعلي کوایلټي او بیګراونډ ایډیټ شوي دي.

دا فلم دومره دردونکی دی چې په کتلو سره یې احساس لرونکی انسان به دا ووایي چې ګواکې افغانستان د سرو زرو غر له لاسه ورکړ او دا ستر قیمت بها غر په اوبو کې لاهو شو او دا به محسوسه کړي چې د علم، عمل، تقوا، دیانتداري، د جهاد ځلانده لمر، د اتحاد سنبول، د مینې او محبت نمونه او د زړونو تسل مو له لاسه ورکړ او د ذکر شوو صفاتو لرونکي شخصیت څخه مونږ د تل لپاره محروم او یتیمان شولو.

د فلم اخري صحنه چې د ا.ا.ا د امیر المؤمنین شیخ صاحب حفظه الله مرستال الحاج خلیفه صاحب او ورور یې (حفظهما الله) د قبر د پرې کولو او کندلو ابتداء کوي او وروسته الحاج خلیفه صاحب حفظه الله په ژړغوني اواز کې د جنازې د لمانځه امامت کوي دا صحنه د دوست او د وښمن دواړو سترګې له وښکو لندوي، مرۍ یې له ژړا دردوي، زړه یې پړک چاودوي او له خولې یې د آه ترنم را وباسي.

د اصدار په پای حصه کې د ستر شخصیت او لارښود لوی مصلح الحاج مولوي جلال الدین حقاني صاحب رحمةالله علیه د اخري ژوند په اړه الحاج خلیفه صاحب سراج الدین حقاني حفظه الله سره مرکه شوې چې نوموړی په کې د شا لخوا ښکاري مخته یې فدایان په پوره توجوه او اطمنان ناست دي او ښاغلی خلیفه صاحب له مرکچي سره مرکه کوي.

خلیفه صاحب د الحاج حقاني صاحب د اخرني ژوند په اړه ویلي چې هغه مبارک دا ارمان درلود چې لکه څرنګه چې هغه د روسانو په خلاف د هغوی د پوستو او ټانګونو سره مخامخ وجنګېدلو همداسي باید د امریکا پر خلاف هم مخامخ جهاد وکړي، خو د ا.ا.ا اجازه نه ورکوله چې د ټانګونو او تیارو سره مخامخ دا ستر شخصیت وجنګیږي، ځکه چې هسي نه له دې سترې هستۍ بې برخې شي.

الحاج خلیفه صاحب حفظه الله زیاته کړې چې والد صاحب یې، ستر شخصیت او لارښود لوی مصلح الحاج مولوي جلال الدین حقاني صاحب رحمةالله علیه د کور غړو ته په اخري عمر کې دوه وصیتونه کړي، اول: د کور ټول غړي یې بخښلي او له هر ډول حق څخه یې معاف کړي دوهم: چې د نوموړي رحمةالله علیه میراث خالص او خالص د الله دین او علم دی دنیا او مال نه ده اولاد یې باید دین او اسلام ته مخ او دنیا ته شاه کړي تر څو ترېنه الله او دی (رحمةالله علیه) راضي شي او خوشحاله اؤوسي او که خدای مه کړه دنیا ته یې مخ او دین ته یې شاه کړه، هم به ترېنه نومړی (رحمةالله علیه) ناراض شي او هم به الله ناراض شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button