هېواد ورځپاڼه: ولس د سولې راتلونکو خبرو ته په تمه دی

عزم (‌شنبه، ۱۵، وږی، ۱۳۹۹ل): هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د سولې په روان بهیر بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي، د افغان سولې روان پړاو یو حساس حالت ته رسېدلی او نور چاته کومه پلمه نه ده پاتې، چې د سولې روانې خبرې له خنډ سره مخ کړي.

«د افغانستان حکومت مذاکره کوونکی پلاوی هم چمتو دی چې د سولې مذاکرات ژر پيل شي. سوله د افغانستان د خلکو او حکومت مهمه غوښتنه ده.»

د سرلیکنې له مخې، په راتلونکو خبرو کې به په تلپاتې اوربند هوکړه وشي او ښکېلو لوریو ته یو ښه فرصت دی، چې ښه ګټه ترې واخلي.«د افغانستان د خلکو هيله ده چې د سولې په خبرو کې د تاوتريخوالي پر کموالي او دايمي اوربند هوکړه وشي.»

ورځپاڼې لیکلي، د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې هم د افغانستان د سولې په تړاو بحث شوی دی او په کابل کې د ملګرو ملتونو استازې دیبرا لاینز په دغه غونډه کې د سولې په تړاو خبرې وکړې. «جګړه په دوامداره توګه سلګونه افغانان وژني او ټپيان کوي يې، جګړه دغه راز د ميليونونو کسانو د بې‌ځايه کېدو سبب کېږي او ډېری يې په سمدستي ډول خپلو کورونو ته د بېرته تګ هيله نه لري، جګړه په دې بحراني حالت کې بشردوستانه مرستو ته لاسرسی ستونزمنوي، ډېری خلک د ژوند ژغورلو لپاره د مرستو څخه محروموي او هم د کووېډ ۱۹ ناروغۍ د خورېدو د مخنيوي مبارزې ته خنډ جوړوي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: