طالبانو مذاکراتي ټیم کې نوي بدلونونه راوستل

عزم شنبه،۱۵، وږی، ۱۳۹۹): طالبان وایي چې د خپل مشرتابه د حکم پر اساس یې د خپل مذاکراتي ټیم او سیاسي دفتر په غړو کې تازه بدلونونه راوستلي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې ددوی مذاکراتي ټيم به ۲۱ غړي ولري چې ریاست او مشري به یې د محترم شیخ مولوي عبدالحکیم صاحب پر غاړه وي.
طالبانو ددغه ټیم پخوانی مشر شیرمحمدعباس ستانکزی دټيم مرستیال ټاکلی دی.

په نویو ټاکنو کې همداراز د سهیل شاهین پر ځای ډاکټر محمدنعیم وردګ د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ټاکل شوی دی.

ویل کیږي ددغه ټیم ټول غړي دا مهال د قطر پلازمینې دوحې ته رسیدلي دي.
د پوهنتون استاد اسد وحیدي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د طالبانو د مذاکراتي ټیم نويو غړیو ته له کابله پاسپورتونه استول شوي او بیا دوحې ته روان شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button