طالبان: نویو بدلونونو سره مو مذاکراتي ټیم له هرې نګاه قوي او د باور وړ ټیم شو

عزم یکشنبه،۱۶، وږی، ۱۳۹۹): د طالبانو د مطبوعاتي کمیسیون یوه غړي احمدالله وثیق پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د دوی د سیاسي دفتر په چارو کې په نویو بدلونونو سره مذاکراتي ټیم نور له علمي او سیاسي اړخه او په مجموع کې له هرې نګاه پوره، قوي او د باور وړ ټیم جوړ شوی دی.

وثیق زیاتوي مذاکراتو ته له قوي دریځه را وړاندې کیدلو او په مذاکراتي‌ټیم کې نویو تغیراتو وښودله چې طالبان په مذاکراتو باور لري او بین الافغاني مذاکراتو ته پوره امادګي موجوده ده.

نوموړی د نوي مذاکراتي ټیم د مشر په هکله وایي چې شیخ مولوي عبدالحکیم صاحب د کندهار د میوند اوسیدونکی، د علمي شخصیتونو له جملې څخه برجسته عالم او بانفوذه کس دی.«نوموړی د نورو علومو ترڅنګ په فقهي مسایلو کې پراخ لاس او د شرعي او اسلامي نظام د ډول په اړه عمیقه مطالعه لري. »
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم بي بي سي رادیو ته ویلي چې د محاکمو د لوی رئیس “قاضی القضات”په توګه؛ د شیخ عبدالحکیم ګمارنه چې له ستر وجاهت او اعتبار نه برخمن دی، دا په ډاګه کوي چې اسلامي امارت د خبرو لا ښه پر مخ بیولو ته ژمن دی.

د بي بي سي خبریال علي حسیني وایي چې د طالبانو د قاضی القضات شیخ عبدالحکیم په راتګ سره اوس د طالبانو مذاکراتي ډلې تر ډیره پریکړه کوونکی واک هم ترلاسه کړ او یواځې د نهایي لاسلیک لپاره به پریکړې خپل مشرتابه ته رسوي.

لیکوال او خبریال طاهرخان وایي، چې طالبانو د مذاکراتی ټيم نوی مشر شیخ عبدالحکیم با اعتماده کس دی چې د طالبانو مشر به مهمي مسلې د حتمي پرېکړو لپاره ده ته سپارلي او په خبره یې « چې په کې د اورکم پریکړه شامل وه.»

طالبانو په نویو ټاکنو کې ډاکټر نعیم وردګ د سیاسي دفتر ویاند ټاکلی؛ نوموړی د نړیوال اسلامي پوهنتون نه د دکتورا په کچه فارغ شوی او په عربي او انګلیسي ژبو پراخه بلدتیا لري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button