د حسد په هکله مفصله لیکنه

د دغي ليکني لوستل مو نه پښيمانه کوي!
حسد څه شی دی؟
ابن حجر عسقلاني رحمه الله د حسد تعريف داسي کړی دی، د مستحق څخه د نعمت د زوال تمنا حسد دی.
امام نووي رحمه الله فرمايي: د نعمتونو د خاوند څخه د هغه نعمتونو د زوال غوښتنه او تمنا حسد دی، که هغه نعمتونه ديني وي که دنيوي وي.
په اصل کي حسد هغه باطني کيفيت دی، چي انسان د بل چا د امکاناتو او شتو زوال غواړي او دا ئې خوښه وي، چي هغه امکانات او شتمني د ده وای.
که ئې د ځان لپاره هم د بل چا د نعمتونو غوندي د نعمتونو هيله درلوده او د هغه کس لپاره ئې د زوال غوښتنه ونلري، دا غبطه ده، چي کوم شرعي مشکل نلري، لکه رسول اکرم صلی الله عليه و سلم چي ئې په يوه حديث شريف کي يادونه کړې ده، چي له دوو حالتونو پرته حسد نسته، يو ئې هغه عالم ښوولی دی، چي په علم ئې عمل هم کړی وي او خلکو ته ئې هم وښيي او بل ئې هغه شتمن ښوولي دی، چي د شريعت مطابق خپله شتمني مصرفوي، چي دغه حديث شريف د غبطې پر جواز باندي دلیل دی.
حسد او کينه يو له هغو سترو ناروغيو څخه ده، چي مسلمان ته دنيوي او اخروي ضررونه رسوي:
حسد په اصل کي د شيطان پيروي ده؛ ځکه شيطان د حضرت آدم عليه السلام سره د حسد په اساس هغه ته د تعظيم سجده ونکړه او همدغه حسد ئې کور ور خراب کړ، چي تر قيامته به سرګردان وي او آخر ئې هم ابدي جهنم دی.
د حضرت آدم عليه السلام په زامنو کي قابيل د هابيل سره حسد وکړ او دغه حسد قتل ته مجبور کړ.
همدغه حسد وو، چي د حضرت يوسف عليه السلام وروڼه ئې د يوسف عليه السلام ورک کولو ته اړ کړل، چي آخر ئې څاه ته واچاوه او بيا ئې خرڅ کړ.

حسد د انسان جسم ته ضرر رسوي، فکر ئې نا آرامه وي؛ ځکه د بل چا په نعمتونو زهيريږي.
دغه ذهني ناآرامي ئې د جسم څخه علاوه پر عصابو او روان باندي منفي اغېزه کوي او په ورځنيو کارونو کي ئې خلل او ګډوالی راځي.
د حسد بل تاوان دادی، چي انسان د الله جل جلاله پر تقسيم اعتراض ته مجبور کوي؛ ځکه د ده په فکر داسي خلکو ته نعمتونه او امکانات ورکول سوي دي، چي هغوی ئې وړتيا نه لري،نو د الله عزوجل پر تقسيم اعتراض د ايمان تاوان دی.
حسد د پريشانۍ سبب کيږي، حاسد انسان پريشانه وي او هر وخت په ذهني کشمکش اخته وي.
د حسد بل تاوان دادی، چي انسان په اعمالو او کارونو کي سست او لټ کيږي؛ ځکه د موجود وضعيت څخه ناراض وي.
حسد کوونکی ابخل يعني تر بخيل بدتر وي؛ ځکه د الله جل جلاله لخوا چاته بر ورکړ سوو نعمتونو ناراض وي، پداسي حال کي، چي بخالت لا قبيح او مردود عمل دی، چي انسان خپله شتمني په مناسبو ځايونو او مناسبو حالاتو او مناسبو مقدارونو کي نه مصرفوي.
حسد انسان جاسوسي ته اړباسي؛ ځکه حاسد انسان دې ته اړ وي، چي د محسود يا حسد کېدونکي سره د خپلي کرکي د اثبات لپاره د هغه عيبونه او پټ حالات ځان ته معلوم کړي.
حسد انسان غيبت ته مجبوروي او کوښښ کوي، چي د محسود يا حسد کېدونکي سره خپله کرکه او د هغه پر وضعيت نارضايتي د هغه د پټو حالاتو او عيبونو په دلالت سره نورو خلکو ته اظهار کړي.
حسد انسان نورو ګناهوو ته اړباسي، لکه غلا، قتل، چور، رشوت، سود، درواغ، حرام شيان رانيول يا خرڅول؛ ځکه دی پر خپل موجوده وضعيت قانع نه وي، نو کوښښ کوي، چي په هر ډول وي خپله شتمني زياته کړي.
د حسد بل تاوان دادی، چي حاسد د خلکو څخه هم ناراض وي؛ ځکه د ده په فکر هغوی ته تر وړتيا اضافه امتيازات ورکول سوي دي، نو په ارادي يا غير ارادي ډول د خلکو سره په راشه درشه کي له مناسب سلوک څخه کار نه اخلي او بد خلقي ورسره کوي.
رسول اکرم صلی الله عليه و سلم په زياتو احاديثو کي له حسد څخه مسلمانان منع کړي دي او په اخرکي ئې فرمايلي دي، چي تاسو وروڼه سئ، يعني حسد يا بغض د ورورګلوۍ سره منافي عمل دی؛ ځکه ورور خو د ورور سره حسد نه کوي او نه د هغه په نعمتونو زهيريږي.
د حسد بل تاوان دادی، چي صالح اعمال له منځه وړي، لکه څنګه چي رسول اکرم صلی الله عليه و سلم فرمايلي دي: تاسو له حسد څخه ځانونه وساتئ؛ ځکه حسد صالح اعمال داسي خوري، لکه اور چي وچ لرګي خوري( ۱).
د حسد بل تاوان دادی، چي د شرک او کفر څخه پرته د نورو ګناهونو مرتکب او اجراء کوونکو ته د دوشنبې او پنجشنبې په ورځو بخښنه کیږي؛ خو حاسد هم لدغي بخښني څخه مستثنا دی.
ابوهريرة رضي الله عنه روايت کوي، چي نبي علیه السلام وفرمايل: دجنت دروازي د دوشنبې او پنجشنبې په ورځو خلاصېږي، په دغو ورځو کي هر هغه چاته بخښه کېږي، چي د الله جل جلاله سره ئې شریک نه وي نیولي بېله هغه کسه، چي د ده او ورور ترمنځ کینه وي، نو (ملائکو ته) وويل سي: دوی ته انتظار وکړئ، تر څو سره پوخلا سي.دوی ته انتظار وکړئ، تر څو سره پوخلا سي.دوی ته انتظار وکړئ، تر څو سره پوخلا سي(۲).

۱ : سنن ابي داود، کتاب الأدب، باب الحسد(۴۹۰۵).
۲: صحيح مسلم، کتاب البر والصلة والأدب، باب النَّهْىِ عَنِ الشَّحْنَاءِ وَالتَّهَاجُرِ.

ژباړه: شاکر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: