ننګرهار: د دولتي ځواکونو د هاوانونو برید کې د یوې کورنۍ ۵ماشومان شهیدان شوي

عزم یکشنبه،۱۶، وږی، ۱۳۹۹):د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې نن غرمه دننګرهار ولایت شیرزادو ولسوالۍ اړوند د “کدیخیلو” په نامه سیمه کې د دولتي ځواکونو له لوري د ولسي خلکو پر کورونو د هاوان مرمۍ لګیدلې چې د ۵ماشومانو په ګډون یې ۹کسانو ته مرګ ژوبله ور اړولې ده.

د دغه ولایت د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، په دغه پېښه کې د یوې میرمنې په ګډون ۵تنه ماشومان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
نوموړی زیاتوي، مرمۍ داسې مهال د خلکو پر کورونو لګیدلې چې سیمه کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه وه.
خوږیاڼي نه دي ویلي، چې مرمۍ د کومې خوا له لوري ویشتل شوې، خو طالبانو خبر ورکړی چې د هاوان بریدونه د دولت پلوه ملیشو لخوا شوي او په قصدي توګه ملکي میشت ځایونه نښه ګرځیدلي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي «پر دې سربیره تیر ماښام دیادې ولسوالۍ ګندمک سیمه کې وحشي عسکرو یوسپینږیر په ډيرقساوت سره شهید کړ.»

پر ولسي خلکو ددولتي ځواکونو بریدونه داسې مهال دي چې طالبان او حکومت بین الافغاني مذاکراتو ته د تیاري په حال کې دي او حکومت تمه لري چې په دې ترڅ کې به دوی پر دې بریالي شي چې پر طالبانو اوربند ومني؛ هغه غوښتنه چې د شنونکو په باور پر ولسي خلکو وروستي بریدونه هم د همدې لړۍ د فشار برخه ده

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: