دناټو ۵ پوځیان دچورلکي دنسکورېدلو په پېښه کي وژل شوي

دناټو یوه پوځي چورلکه په کابل کي نسکوره شوې، چي په ترڅ کي یې دناټو ۵ تنه پوځیان وژل شوي او ۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

دامریکاپه مشرۍ دایساف ځواکونو ديوې اعلاميې په نشرولو سره ویلي، چي تیره ورځ مازديګر مهال په کابل کي دبهرنیو پوځیانو دعمومي قومندانۍ په مرکز کي يې «يوما ايم کي دوه» ډوله پوځي چورلکه نسکوره شوې ده.

ویل شوي، چي دغه پوځي چورلکه دښکته کيدلو په مهال لوېدلې ده.

په خبرپاڼه کي ویل شوي، چي چورلکه دتخنیکي ستونزو له امله نسکوره شوې او په اړه یې پلټني رواني دي.

ناټو دوژل شویواو ټپیانو شویو عسکرو هویت نه دی څرګند کړی.

دبریتانیا ددفاع وزارت ویلي، چي په پېښه کي ددوی دوه تنه پوځیان وژل شوي دي، چي دوی یې کورنیو ته دوژلو خبر ورکړی دی.

شاوخوا لس ورځي وړاندي دناټو یوه ستره الوتکه په ننګرهار کي نسکوره کړای شوه، چي په ترڅ کي يې ۶ امریکايي پوځیان او ۵ قرادادیان ووژل شول.

وړمه ورځ په باګرام کي وسله والو طالبانو دناټو یوه الوتکه وویشتله او نسکوره يې کړه، چي په اړه يې بهرنیو پوځیانو څه ونه ویل.

عادل خپلواک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: