صدیقي: مذاکرات به ژر پیل شي؛ ټولې تخنیکي ستونزې حل شوې

عزم دوشنبه،۱۷، وږی، ۱۳۹۹):د اشرف غني ویاند صدیق صدیقي نن د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل چې له طالبانو سره خبرو ته بشپړ چمتوالی لري او دخبرو د پیل مخکې ټولې پرتې ستونزې له منځه تللې دي.

صدیقي دوحې ته د طالب پلاوي تګ، د هغوی په مذاکراتي ټیم کې تغییرات او د هغو۶بندیانو په هکله خبرې چې فرانسې او استرالیا یې خوشي کول نه غوښتل؛ د ستونزو په توګه یاد کړل، ویې ویل چې اوس ټولو ستونزو ته حل لارې پیدا شوې دي.

د اشرف غني ویاند وویل دا د ولسمشر صلاحیت دی چې د مصالحې عالي شورا د تشکیلاتو د تعیین پریکړه کوي؛ « د سولې شورا د هر غړي په اړه مشوره شوې ده او په دې اړه ولسمشرۍ ماڼې فرمان هم صادر کړی که په دې اړه که ډاکتر عبدالله کومه ملاحظه ولري هغه جلا خبره ده»
تر دې وړاندې ډاکټر عبدالله د ارګ لخوا د مصالحې عالي شورا اعلان شوی لیست رد کړی وه او دا کار یې له خپلو صلاحیتونو یاد کړی وه.

بلخوا بیا رویټرز خبري آژانس ویلي چې ټاکل شوې ده چې د دولت مذاکراتي پلاوی سبا د سه شنبې په ورځ دوحې ته روان شي.
رویټرز د افغان حکومت د یوه چارواکي په حواله لیکي د اوسني ځنډ یو لامل پروتوکولي او لوژیستکي مسایل دي چې دواړو لوریو ته سنبولیک ارزښت لري « د مراسمو د پیل څرنګوالی، د بیرغونو نصبول او دا چې په کومه کچه کسان به په کې ګډون کوي، ددې تخنیکي ستونزو له ډلې وه چې اوس حل شوي دي»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button