څېړنه: شات آن له مکروب ضد درملو نه هم ډېر موثر دي

عزم دوشنبه،۱۷، وږی، ۱۳۹۹):د انګلستان د اکسفورډ پوهنتون څېړونکو د تازه څېړنو په پایله کې ويلي، د انټي بيوټيکو او نورو درملو په مقابل کې شات د زکام غوره درملنه ده.
د لايف ساينس علمي مجلې په حواله، زکام، په پوزه، ستوني او د سږو په برانشټيونو باندې د پورتنۍ تنفسي لارې د مکروبونو او کله ناکله د وېروسي او نامعلومه لاملونو له کبله رامنځته کيږي.
زکام يو له هغو طبي ستونزو څخه دی چې وګړي يې پر وړاندې بېلابېلې کورنۍ ټوټکې او مختلف درمل لکه: مکروب ضد، الرژي ضد او مايع اېستونکي، کاروي.
د اکسفورډ پوهنتون څېړونکو د مختلف عمر په ۱۷۶۰ تنو کې د ۱۴ تجربو په دوران کې، د زکام لپاره د کارېدونکو تسکينوونکو دواګانو، لکه: انټي بيوټيک، انټي هسټامين او مايع رايستونکو “Expectorant” او عسلو په ذريعه د درملنې پایلې سره پرتله کړې وې. پايلو وښوده، هغوی چې د پورتنيو معمولو درملو پر ځای يې د زکام د درملنې لپاره شات کارولي و، د مرض موده يې درې ورځې تر نورو لنډه وه.
شات، AntiOxidant يا التهاب ضد او زهر ضد مواد لري چې په مستقيم ډول په بدن کې له مکروبونو، بالخصوص د زکام د عواملو پر وړاندې مبارزه کوي. له بلې خوا د شاتو لزوجي «سريښناک» خاصيت هم د ستوني د تخريش او ټوخي د کمېدو لامل کيږي، چې له امله يې د زکام ناروغ زښته زيات هوسا کيږي.
څېړونکو خبرداری ورکړی، پورتنۍ تنفسي لاره زياتره وېروسي کيږي هم، بل دا چې د قوي انټي بيوټيکو ډېر استعمال د مکروبونو په وړاندې د بدن مقاومت کموي، نو د مکروب ضد درملو وړانديزولو او کارونې سره ډېر پام پکار دی. خو څېړونکي زياتوي چې له يو کال نه کم عمره کوچنيانو ته بايد په مکرره توګه شات ورنکړل شي ځکه چې په بچوليزم (فلجي ناروغي ده، په دې حالت کې د جراثيمو له کبله زهر زيات زياتيږي، لومړی د کوبړۍ اعصاب، وروسته د نهايانو عصبي رشتې اغېزمنوي.) د اخته کېدو خطر زياتوي.
دغه راز په اسټراليا کې يوې بلې څېړنې ښودلې ده چې د شاتو د مچيو زهر، د تيونو د سرطان په درملنه کې ګټور دي.
څېړونکو يې په ‌ذريعه، درملنه تر راتلونکو شواهدو ځنډولې، خو وايي، ورته خوشبين يوو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button