سعودي د خاشقجي په وژنه تورن کسان د اعدام پر ځای بنديانوي

عزم سه شنبه،۱۸، وږی، ۱۳۹۹):د سعودي عربستان يوې جنايي محکمې د جمال خاشقجي په وژنه د تورنو ۵ تنو د اعدام سزا په بند بدله کړه او د پاته نورو په بند محکومو د قيد موده يې کمه کړه.
جمال خاشقجي سعودي الاصله امريکا مېشتی ژورناليسټ و او واشنګټن پوسټ ته يې کالمونه ليکل چې د ژوند په وروستيو کې يې د سعودي په حکومت او وليعهد محمد بن سلمان خورا توندې نيوکې کولې.
هغه د ۲۰۱۸ز په اکټوبر کې په استنبول کې د امريکا په کونسلګرۍ کې په مرموزه توګه ووژل شو. ويل کيږي چې هغه له خپلې ترکۍ کوژدنې خديجې چنګيز سره د واده د کاغذونو لپاره ترکيه کې د سعودي کونسلګرۍ ته ورغلی و خو بېرته ترې روغ را و نه ووت بلکې ټوټه ټوته شوی جسد يې وموندل شو.
کوژدنې يې، ملګرو ملتونو او امريکا د هغه په وژنه کې د سعودي لوړ پوړو چارواکو، بلخصوص محمد بن سلمان لاس لرل تائيد کړل خو وليعهد او حکومت يې ياد تورونه بې بنسټه وبلل.
که څه هم د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي کېلا مارډ يې قتل پلان شوی کار وباله خو د سعودي حکومت د خاشقجي وژنه پرته له اجازې ترسره شوې کړنه وګڼله او په تور يې ۱۱ تنه چې نومونه یې څرګند نشول، ونيول. له هغې ډلې يې ۳ تنه څه وخت وروسته بري اعلان شول او پاتې ۸ کسانو کې ۵ ته د اعدام او نورو دريو ته په مجموعي توګه د ۲۴ کاله بند سزا واورول شوه.
په مۍ مياشت کې د خاشقجي زوی صلاح په ټوېټر اعلان وکړ چې دی او ورور يې د پلار قاتلين د خدای جل جلاله د رضا حاصلولو لپاره معافوي او ګڼي چې وژنه يې پلان شوی کار نه و.
له بلې خوا، که وخت په وخت د جمال خاشقجي کوژدنې، ملګرو ملتونو او نړۍ سخت غبرګون هم ښودلی خو د رياض يوې جنايي محکمې د سعودي د قانون له مخې د «معافي ترلاسه کولو» وروسته د خاشقجي په قتل تورنو ۵ تنه د اعدام له سزا سره مخ مجرمينو سزا بدله او په شل کاله بند يې محکوم کړل، محکمې هغه دريو تنو ته چې په ياده وژنه يې پرده اچولې وه هم سزا کې کمی راوست او د ۷ او ۱۰ کالو د بند سزا يې ورته واوروله.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button