د جهاد امام او د سولې داعي، مولوي جلال الدين حقاني

مولوي محمد سعيد هاشمي

په هره زمانه کې الله تعالی د خپل دین د ساتنې لپاره د خپلو بندګانو له منځه داسې پیاوړي راپورته کوي، چې په لاسونو یې د وخت جبرونه مات کړي، د خپل دین ارزښتونه وساتي او خلک د خدای تعالی بندګۍ ته راوبولي.
دغه لورېینه خدای تعالی د نولسمې پیړۍ په آخره کې هم په مسلمانانو په خاصه توګه افغانانو وکړه، چې د تاریخ جوړوونکو په کتار کې یې د روسي وحشي ښکیلاک او بیا امریکایي اشغال د زیر وزبر کولو لپاره د مرحوم جلال الدین حقاني رحمه الله په څېر لویي هستۍ ورکړې، داسې یو څوک چې خدای ورکړي هرڅه یې بیرته د الله د دین د استحکام، د وطن د ازادۍ او د مسلمه امت د له لاسه ورکړي برم د بیرته ترلاسه کولو لپاره قربان کړل، ټولي اغزني لارې یې د خپلو پاکو وینو په خړوب ګلبڼونه کړل.
له ده سره مې ان له هغه وخته چې هغه نوی ځوان وو، پېژندګلوي درلوده، د حجرو له ژونده، د سنګرونو تر زخمونو او بیا د هجرت تر دیارونو ټولو کې د یو او بل له حاله خبر و، او همدغه ملګرتیا وه چې د هغه عظمت، للهیت، اخلاص او ګاللي کړاوونه مې یو – یو سترګو ته درېږي.
۵۰ کاله یې د الله تعالی دښمنۍ ته د راوړاندې کېدونکو په مقابل کې جهاد وکړ، په مادیاتو د نازیدونکي مستکبرینو هډوکي یې یو په بل پسې خپلو بادارانو ته ورولېږل، چې له کبله یې دوه ځله په اعدام محکوم شو.
هرځل د شهادت په نیت معرکو ته لاړ او ۵ ځله یې په خپل بدن مرګوني ټپونه وګالل. هغه یواځې د خپل ځان په قربانولو بسنه نه کوله بلکې د اسماعیل ذبیح په څېر سکنی ورور او د ډاکټر نصيرالدين حقاني، حافظ بدرالدين حقاني، حافظ محمد حقاني او طالب العلم عمر حقاني په څېر نازولي اولادونه یې د خپلو سترګو په وړاندې د الله د رضا لپاره نذرانه کړل. تقبلهم الله تعالی.
مرحوم حقاني رحمه الله که له یوې خوا په ظاهري علومو کې نوموتی عالم و، نو له بلې خوا د کابل حضراتو یو وفادار او محسن مرید هم و.
هغه له لومړۍ ورځې تر مرګه له خپل ملت سره د یو مهربان پلار په څېر مسؤلانه چلند وکړ او د هغوی هر درد او خدمت ته یې د خپل ټول توان په اندازه د رسیدلو کوشش وکړ.
هغه د دې ترڅنګ چې جهادي محاذونه پالل دهېواد په دننه او بهرکې یې د دې وطن د اولادونو د ښووني او روزنې لپاره د دوو عالي لېسو په شمول شاوخوا ۱۴۰ ديني مدرسې، لومړني او منځني ښوونځي او دوه دارالایتامونه جوړ کړي و، او د زړه له تله یې هیله درلوده چې د ده ملت دي په دیني او عصري دواړو علمونو کې د نړۍ سیالي وکړای شي.
همداراز د دې لپاره چې د ویاړلي هیواد د اتلانو فکر، کارنامې او قربانۍ په رښتيني ډول د نړۍ تر هروګړي ورسېږي د منبع الجهاد، نصرت الجهاد، جهاد هنداره په نومونه یې په ملي او نړیوالو ژبو مجلې، اونیزي او جریدې چلولې او د مجاهد غږ رادیو له لاري به د ده ترسرپرستي لاندې دیني، سیاسي، ټولنیزي او ادبي خپروني نشرېدلې، چې دا ټول د هغه د هر اړخیز او فعال شخصیت ستر دلیلونه دي.
الله تعالی چې له چا څخه د خپل دین کار اخلي نو په هغو معنوي قوتونو یې سمبال کړي، چې نور یې نه لري او داسې تدبیر ورکړي چې په یوه وجود د بې شمېره خلکو کار کولای شي. مرحوم حقاني د جهاد په دور کې چې افغانان له سختې مالي تنګسیا او غربت سره مخ ول په اسلام اباد، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان کې داسې نمایندګۍ درلودې چې د مهاجرینو، زخمیانو او بې سرپناه افغانانو لپاره به یې د ژوند لومړني خدمات برابرول او له همدې لارو به د نړۍ مسلمانانو له جنګ ځپلو افغانانو، کونډو او یتیمانو سره مرستې کولې.
په شاوخوا ۴۰ کلن جهادي دور کې الله تعالی بیلابیل ازمویښتونه راوستل، چې ان ځینې د لوی نوم خاوندانو هم پکې ثبات له لاسه ورکړ، د زر او زور په وړاندې یې سرونه ټیټ شول، خو حقاني صاحب د ټولو سختیو په وړاندې د غره غوندې ثابت او دیني او ملي مقدساتو ته وفادار پاته شو.
د دغه مینار د علویت څوکي له دې اندازه کولای شو، چې نن زموږ قلم د ده خدمتونه او کارنامې په کلماتو او جملو کې نشي رانغاړلای، او موږ یې له حسابه بې وسه یو، خو هغه مرحوم د الله تعالی په مرسته د خپل سر، مال، اولاد او کورنۍ په بیه دا ټول عملا ترسره کړل.
د یو خواږه ملګري او ملي شخصیت په فراق زړه دردېدل د ارزښتونو د بایلونکو حق دی، خو د تسل او ډېري خوشحالۍ ځای دادی چې که نن افغان ملت د مرحوم حقاني رحمه لله سیوری په سر نه لري، نو ځای یې لله الحمد خالي نه دی، بلکې د هغه اولادونه، کورنۍ، د هدف ملګري او د فکري مدرسې شاګردان یې د هغه له برکته د وخت په ټولو رموزو او اړتیاو پوه، د هغه د مسیر پل وهونکي او د هغه د ارمانونو د ناتمام فصل تکمیلوونکي دي.
والحمد لله علی ذلک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button