د احمد شاه مسعود د سولې فکر څه ډول دی؟

خط اول

د تېرې سې‌شنبې په ورځ «د وږي ۱۸مه» په کابل کې د احمد شاه مسعود د وژنې ۱۹کلیزه په هوايي ډزو، د پولیسو په وهلو ډبولو، د ښار د واټونو په بندېدو او د زرگونه خلکو په اندېښنو ونمانځل شوه. دا چې احمد شاه مسعود څنگه سړی و او څه یې کول په دې نه غږېږم؛ ځکه ټولو ته معلومه ده چې احمد شاه مسعود د کورنۍ جګړې یو له اصلي لوبغاړو و. په یوه وخت یې هم له امریکا، هم له روسیې او هم یې له هندوستان او حتا له فرانسې مالي او پوځي مرستې ترلاسه کولې او زرگونه کابلیان یې ووژل. د ژوند تر وروستۍ شېبې د طالبانو پر ضد یې مقاومت وکړ؛ خو د القاعده شبکې د دوو سرتېري بریدگرو له لوري ووژل شو.

د احمد شاه مسعود د نمانځې په غونډه کې گڼو سیاستوالو خبرې وکړې؛ خو د اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح خبرې ډېرې د پام‌وړ وې. صالح وویل: طالبانو ته لا هم د دُښمن په سترگه گوري او هېڅ وخت به تر خپلو ارزښتونو ورتېر نه‌شي. د صالح دا خبره ډېره گونگه وه، چې حکومت لا هم سرې کرښې لري او په ټولو تگلارو کې اشرف غني د احمد شاه مسعود فکر او نظر د حکومت اصلي تگلاره ده او پر همدې بنسټ به له طالبانو سره د سولې خبرې مخ ته وړي.

د سولې د خبرو په وخت کې توندې خبرې، تورونه، د جگړې اخطارونه او په بهرنیو تکیه د سولې لاره نه لنډوي، بلکې لا ډېر واټونونه پیداکوي. د اشرف غني په مشرۍ حکومت له لومړۍ ورځې تر ننه په ټول ځواک د سولې مخالفت کوي او له هرې ممکنه لارې هڅه کوي چې د سولې په مخ کې خنډونه جوړکړي. حکومت لا هم د امریکا راتلونکو ټاکنو ته په تمه دی، چې هلته یو جگړه‌خوښی سیاستوال بریالی شي او پر دوی یو ځل بیا د ډالرو بارانونه وکړي او په افغانستان کې خپل عسکر پاتې کړي او اشرف غني او حکومت تر راتلونکو پنځو کلونو پورې نور هم په واک کې پاتې شي او د افغانستان شته بنسټونه هم ونړوي او چور یې کړي.

له لومړي سره معلومه ده، چې حکومت په هېڅ قیمت سوله نه غواړي. د سولې په ښکاره مخالفینو کې اشرف غني، امرالله صالح، حمدلله محب، سرور دانش، اسدالله خالد، جنرال دوستم او ځینې نور چارواکي دي. د دوی وېره سهي ده؛ ځکه که سوله کېږي، نو له دوی واک اخیستل کېږي. په دوی د اداري فساد دروازې تړل کېږي او په بهر کې یې مېشت اولادونه له لوږې سره مخ کېږي. خو دا چې اشرف غني د احمد شاه مسعود په فکر د سولې تگلاره ټاکي دغه خبره ډېره د اندېښنې وړ ده. ځکه احمد شاه مسعود د کورنۍ جگړې لوبغاړی و او د کابل په ورانۍ کې یې پوره اخلاص«!» وکړ. مسعود په خپل فکر او د بهرنیانو په اشاره د ټوپک شپېلۍ پر هېوادوالو واړولې او زرگونه تنه یې شهیدان کړل.

د مسعود د وژنې د نمانځې په غونډه کې د ملي روغې جوړې شورا مشر عبدالله عبدالله خبرې هیله‌بښونکې وې او د امرالله صالح په څېر یې گواښونه نه کول. عبدالله عبدالله وویل: موږ په افغانستان کې هېڅوک خپل دُښمن نه‌گڼو. د افغانستان او د دغه هېواد د بقا او عزت دُښمن زموږ یوازېنی دُښمن دی.«په‌خپل کور (افغانستان) کې له هېچا سره دُښمني نه لري. له همدې کبله له طالبانو سره دُښمني باید ختمه شي. ټول انسانان له نورو سره په سیاست، اداره او نورو چارو کې د نظر اختلاف لري، خو مهمه دا ده چې د نظر اختلاف د تاوتریخوالي، جگړې او وینې تویېدو لامل ونه ګرځي. په افغانستان کې له څلوېښت کلنې جگړې وروسته د اوسني نسل مسوولیت هم ډېر دروند دی چې د سولې لپاره باید تر خپله وسه هڅې وشي.»

دا چې اوس عبدالله عبدالله د ملي پخلاینې شورا مشر دی او په اوسني حکومت کې نیم ونډه‌وال دی، نو ورته پکار هم ده، چې د سولې پر ضد روان منفي تبلیغات ودروي او تر خپل وسه پورې هڅه وکړي، چې روانې جگړې ته یو سوله‌ییز حل پیدا کړي. که حکومت لا هم د دې جگړې د گټلو خیال لري، نو دغه خیال دې له ذهنه وباسي. حکومت چې د ۲سوه زرو بهرنیانو په شتون کې دغه جگړه ونه‌شوه گټلای، نو د هغه اردو په مټ یې هم نه‌شي گټلای، چې هره ورځ یې لسگونه عسکر طالبانو ته تسلیمېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: