که محبت نۀ وای..؟!

صفي الله رائد
محبت ژوند دی، په انسان کې بل روح او ساه نشته مګر هغه محبت دی؛ په دنیا کې په ډیرو انسانانو د ژوندیو اطلاق کیږي مګر هغه چې محبت نه پیژنې نه په ژوند ژوندي وي او نه پس له مرګه خو!
محبت پالونکي هم په ژوند ژوندي وي هم پس له مرګه؛ دوی په ژوند د رښتیني محبت داسې لوړ مقام ته رسیږي چې بیا تر ابده ژوندي ګڼل کېږي.

عمرو بن الجموح او عبد الله بن حرام دواړه د خپلې مینې له کبله یوه قبر کې دفن شول؛ ځکه دوی دواړو خپلو کې ډېره مینه سره لرله.
او په باب یې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: اِدْفِنُوا عمرو بن الجموح وعبد الله بن حرام في قبرٍ واحدٍ، فإنهما كانا مُتحابين.( ۲)

عبد الله بن مسعود رضي الله عنه خپله کوچنۍ لور د زیات محبت له کبله غېږه کې ونیوله/ غاړې ته یې نږدې کړه/ ښکل یې کړه او ورته ویل یې: ګرانې هر کله راشې، ته له اوره د عبد الله ژغورونکې یې!. (۱)

هوکې، همدا محبت دی چې یو څوک له بدرنګیو د ښکلاوو پر لور خوځوي.

همدا محبت دی چې انسان د ژوند په رنګینیو پوهوي او وروسته یې په همدې رنیګینو شپو او شېبو کې لوبوي او لویوي..!

هو! دمحبت اثر دی چې انسان له بدرنګيو بېلوي او د ابد لپاره یې له ښکلاګانو سره اشنا کوي..!

همدا د محبت ستر کمال دی؛ چې انسان یې د ځمکې پرمخ کمال اوجمال پسې کړی او جمال ته یې د انسان پروړاندې ستر قدر او قیمت بښلی؛ بناءً
که محبت نه وای؛ نه به مال ارزښت درلود، نه کمال او نه جمال.

هوکې؛ دمحبت کمال دی چې موږ جمال پیژنو، ښکلا پیژنو او د ښکلاوو ترڅنګ ژوند کوو، وفا پایوو او دمحبت په پار خپل منځي اړیکې پالوو، ژوند کوو او له ژوند خوند اخلو..!

قران کریم په ګڼو ایاتونو کې پخپلو ترمنځ پر محبت او لفت امر کوي؛ ځکه
په ښو او خوږو خبرو سره په خلکو کې مینه خپرېږي، ښې او خوږې خبرې په انسانانو کې د مینې او محبت پیدا کولو ترټولو اغیزمنه وسیله ده، او په ښو خبرو سره شیطاني کرکې او نفرتونه له منځه ځي، قرانکریم کي الله فرمایي:

(وَقُل لِّعِبَادِي يَقُولُوا الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ ۚ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنزَغُ بَيْنَهُمْ ۚ )

ژباړه: او زما بنده ګانو ته ووایه چې هغه خبرې دي کوي چې تر ټولو ښې وي، بې شکه شیطان د دوی په منځ کې جګړې رامنځته کوي.

هو! همدا محبت دی چې موږ ته یې د ژوند تګلاره ښودلې؛ که محبت نه وای؛ موږ به وړاندۀ (نابینا) وو؛ موږ به هېڅ نه لیدل، هېڅ چا به نه پیژاندو او هېڅ به مو نه پیژاندل؛ ځکه یواځینی محبت دی چې موږ له هرڅه او هرچا سره اشنا کوي.

که محبت نه وای؟ ژوند به نیمګړی، کم رنګه او بدرنګه و. نړۍ به د ښایستونو پر ځای دوحشت او بربریت پر وینو رنګ وه..!

که محبت نه وای؟ ژوند به له بدرنګیو ډک و. که محبت نه وای؛ نړۍ به ظلم، نفرت، کرکې او وحشت نیولې وه..!

بلاخره که محبت نه وای؛ زندګي به زندګي نه وه؛ نړۍ به د زندګۍ ځای نه و؛ ځکه چې انسانیت به نه ؤ، أُنس به نۀ ؤ، الفت به نۀ ؤ..!
هوکې! چیرته چې انسانیت خپور دی؛ هلته د مینې او محبت لمن خپره ده.
چیرته چې انسانیت دی؛ هلته أُنس دی، مینه ده، الفت دی..!

په یو حدیث کې راځي:
 [عن أبي هريرة:] المؤمنُ مَأْلَفٌ، ولا خَيرَ فيمَن لا يَألَفُ، ولا يُؤلَفُ.
مؤمن ځای د محبت دی؛ نشته خیر په هغه چا کې چې نه پخپله محبت کوي او نه بل څوک ده سره محبت کوي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تشریح:
مألف: اسم ظرف ده ( ځای د محبت )
لفظ د “مألف” کې د محدثینو احتمالات:
اول احتمال:
چې د مصدر میمي په معنا واخیستل شي؛ دلته بیا د فاعل او مفعول په دواړو معناګانو باندې راتلای شي او مطلب یې داسې راځي( د مؤمن شان دادی؛ چې دی به له نورو سره مینه لري/ ساتي او نور به یې له ده سره لري او ساتي.
دویم احتمال:
دویم احتمال علامه طیبي رحمه الله ذکر کړی؛ هغه وایي: چې مألف دلته مصدر د مبالغې په معنا راغلی، لکه زیدٌ عدلٌ کې چې راځي؛ ځکه زید عدل نه شي راتلای؛ بلکې زید عادل راځي؛ نو دلته په دې صورت کې به یې هم معنا داسې راشي چې مؤمن محبت کونکی او کولو والا دی.

دریم احتمال:
دریم داچې مألف دې د اسم مکان په معنا راشي؛ بیابه یې مطلب داسې راشي چې د ده محبت په نورو کې راشي او د نورو محبت په ده کې راشي.

بناءً ژوند په مینه/محبت ښکلی دی؛ محبت دی چې ښکلاوې زېږوي او ژوند ته ښایستونه او رنګینۍ وربښي؛ نو ویلای شو که محبت نه وای هېڅ به نه ؤ؛ ځکه چې انسانیت به نه ؤ؛
محبت د انسانیت دویم نوم دی.
صفي الله رائد
۵ محرم الحرم ۱۴۴۲ هـ ق
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱ـ مكارم الأخلاق للخرائطي (٦٣٤)
۲ ـ مصنف ابن ابي شیبة و دلائل النبوة للبیهقي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: