غزل / سمسور

ناڅاپي یې سترګې سرې شوې
خولې یې وازې په لیدو د خزانې شوې

چې یې وکتل کانو او معدنو ته
نو ټوپونه، اوازونه او نارې شوې

پلمه جوړه شوه، بې وسه طالب جان ته
څه ټاپې پرې راشروع د القاعدې شوې

دا دی اولس کاله تیر شول له دې جنګه
ګټه نشته؛ خو ماتې يې حوصلې شوې

تاوانونه یې دلۍ، دلۍ دې کړي
اوس یې پیل ایله د شرم ماملې شوې

چې مې نوم ورته څنګ واخیست د جهاد
سترګې رډې په تندي د امریکې شوې

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: