د تاريخ له پاڼو يوه پانه/ اميرالمؤمنين حضرت عمر فاروق رضی الله عنه

نوم يې عمر رضی الله عنه، د پلارنوم يې خطاب، لقب يې فاروق او کنيه يې ابو حفصه دی. په (۸) پښت کې يې د نسب لړۍ له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يوځای کيږي. له عام الفيله (۱۲) کاله وروسته زېږېدلی دی، له کوچنيوالي نه په زړورتوب او اتلولۍ مشهور و.
د بعثت په شپږم کال يې اسلام راوړ، هغه کيسه کوي، وايي: يوه ورځ د رسول الله صلی الله عليه وسلم په لټون پسې ووتلم څو د هغه کار ورختم کړم، ناڅاپه حضرت نعيم رضی الله عنه چې اسلام يې راوړی و او څوک پرې خبر نه و، په مخه راغلو، ويې ويل: عمره! چېرته درومې؟ ما ورته وويل: ځم څو د محمد صلی الله عليه وسلم کيسه پای ته ورسوم. نو هغه راته وويل: (محمد صلی الله عليه وسلم) مه وژنه، بنو هاشم به د هغه پوښتنه درنه وکړي، لومړی د خپلې کورنۍ پوښتنه وکړه. ما وويل: څوک؟ هغه وويل: ستا خور فاطمې او ستا اوښي سعيد بن زيد رضی الله عنهما اېمان راوړی او د محمد صلی الله عليه وسلم پېروي يې کړې ده. نو زه نېغ د خپلې خور کور ته ورغلم، له هغو سره خباب بن الارت رضی الله عنه و او د قرآن کريم تلاوت يې کولو، خو زما له ورتګ سره يې هغه په کور کې پټ کړ، زه ورننوتلم، خور ته مې وويل: څه مو لوستل؟ هغې وويل: هيڅ هم نه. ما خپله خور او اوښی ووهل، وينې مې پرې راماتې کړې او کېناستلم.
د کوټې په تاخچه کې د قرآنکريم څه پاڼې ايښې وې، ما غوښتل هغه راواخلم ولې خپلې خور ايسار کړم، راته ويل يې: ته نجس يې دې ته لاس مه وروړه، غُسل وکړه. نو زه پاڅېدم، غسل مې وکړ او بيا مې د قرآن کريم هغه برخه ولوستله، اېمان مې راوړ او دار ارقم ته رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورغلم، هغه هلته له صحابه کرامو رضی الله عنهم سره موجود و، دروازه مې ټک ټک کړه، نو چا رسول الله صلی الله عليه وسلم ته خبر ورکړ، چې عمر رضی الله عنه راغلو. هغه پخپله راپورته شو، له جامو يې کلک ونيولم، په زوره مې د شهادت کلمه وويله اېمان مې راوړ. بيا مې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل: مونږ په حق نه يو؟ هغه وويل: په حقه يو. ما وويل: نو راځئ چې په بيت الله شريف کې لمونځ اداء کړو.
عمر رضی الله عنه چې اېمان راوړ نو اېمان يې ښکاره او څرګند کړ، وايي: د شپې ابوجهل ته ورغلم، دروازه مې ور ټک ټک کړه، هغه راووت، ويل يې: عمره! په دې شپه د څه لپاره راغلی یې؟ ورته ومې ويل: اېمان مې راوړ، اسلام مې ومانه، اوس راغلم څو تا خبر کړم.
عمر رضی الله عنه د اسلام د نشر او خپراوي لپاره ملا وتړله او په دې لاره کې يې خورا ډېره هڅه وکړه، کله يې چې هجرت کاو، د بيت الله طواف يې وکړ او بيا يې د هجرت کولو اعلان وکړ.
عمر رضی الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په ټولو غزاګانو کې ګډون کړی او خپله اتلولي يې په کې ښودلې وه، رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې ډېرې ښکلې مشورې ورکړې او هغه منلې، ډېر ځله د ده د رأيې او نظريې مطابق قراني اياتونه نازل شوي دي، د شرابو د حرمت په اړه حُکم د ده د نظريې او دعا مطابق رانازل شوی او همداشان د حجاب او پردې حکم هم دی.
عمر رضی الله عنه هغه مؤمن مسلمان و چې شيطان هم په مخه نه ورتلو او لاره يې ترې بدلوله، همداراز د منافقانو په اړه يې هم دريځ غوڅ او قاطع و، رسول الله صلی الله عليه وسلم حذيفه بن يمان ته د منافقانو نومونه ورښودلي وو، کله به چې څوک مړ شو ده به کتل چې حذيفه جنازه پرې کوي که نه، که هغه به جنازه نه پرې کوله، بيا ده هم پر هغه جنازه نه اداء کوله.
عمر رضی الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر رحلت باندې خورا زيات خپه شو، توره يې ووېستله او کړه يې: که چا وويل چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفات شوی نو په دې توره يې وهم. خو کله چې ابوبکر صديق رضی الله عنه راغی او په نبوي مسجد کې يې دا آيت ولوست: (ومامحمد الا رسول قد خلت…) نو عمر رضی الله عنه غلی شو.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم له رحلته وروسته انصار د بنوساعده په چوتره کې سره راټول شول څو خليفه وټاکي، ابوبکر، عمر او ابو عبيده رضی الله عنهم هم ورغلل، له ډېرو خبرو اترو وروسته عمر رضی الله عنه ابوبکر صديق رضی الله عنه ته لاس ور اوږد او بيعت يې ورسره وکړ، وروسته نورو اصحابو کرامو رضی الله عنهم هم بيعت وکړ او بيا په نبوي مسجد کې د دوهم ځل لپاره بيعت ترسره او د مسلمانانو وحدت ټينګ شو.
عمر رضی الله عنه د مسلمانانو له لومړي خليفه سره په ټولو مواقفو کې اوږه پر اوږه روان و، کله هم ترې پاتې شوی نه دی، بلکې په ځينو حالاتو کې يې غوره او ګټورې مشورې ورکړې لکه د قرآن کريم د جمع کولو او ليکلو په اړه يې مشوره ورکړه او خليفه عملي کړه او د خليفه د اوامرو منونکی و، د اسامه بن زيد ضی الله عنهما په مشرۍ چې رسول الله صلی الله عليه وسلم کوم لښکر چمتو کړی و او عمر رضی الله عنه يې هم يو اتل مجاهد و، نو کله چې لومړي خليفه هغه لښکر استولو، نو دَیْ (عمر) هم په کې روان شو ولې خليفه د اسامه رضی الله عنه په اجازه هغه د خپلې مرستې لپاره راستون کړ.
ابوبکر صديق رضی الله عنه د خپل خلافت په وروستيو کې عمر رضی الله عنه د ځايناستي په توګه وټاکه، څو د مسلمانانو ترمنځ اختلاف رانشي، نو کله چې له ابوبکر صديق رضی الله له نړۍ کډه بار کړه، حضرت عمر رضی الله عنه د ټولو مسلمانانو خليفه شو، د مخکيني خليفه فتوحاتو ته يې پراختيا، چټکتيا، پياوړتيا او دوام ورکړ، فارس، روم، مصر او نورو طرفونو ته يې تازه دم مجاهدين واستول، هغوی ډېرې سوبې او فتحې وکړې، چې په هغو کې د بيت المقدس فتحه هم شامله وه.
څنګه چې د اسلامي فتوحاتو لمن پراخه شوه او اسلام تر لرې لرې ځايونو ورسېده نو دوهم خليفه اميرالمؤمنين عمر رضی الله عنه د چارو د ښه سمبالښت لپاره منظم دفترونه جوړ کړل، لکه بيت المال چې پوهو کسانو به اداره کاو. تل به يې تقواداره واليان ګومارل او د تقوی، صداقت او ديانت وصيت به يې ورته کاو او د هغوی چارې او کړنې به يې څارلې.
د پوځ لپاره يې هم منظم مراکز او چوڼۍ ګانې ودانې کړې، مسلمانانو ته يې له بيت المال څخه تنخواګانې ټاکلې وې، دخلکو د هوساينې لپاره يې ويالې، نهرونه، پلونه او … جوړ کړل.
حضرت عمر رضی الله عنه مسجدونه او ديني مدرسې جوړ او تأسيس کړل. همداراز يې د مسلمانانو لپاره د رسول الله صلی الله عليه وسلم هجرت د تاريخ پېلامه او مبدأ وګرځوله.
عمر فاروق رضی الله عنه د ډېرو غوره او ښو اخلاقو څښتن و، متواضع، خاکسار او عادل و، ټول کارونه يې د قرآن کريم او نبوي سنتو په رڼا کې کول. همدارنګه په ټولو مهمو چارو کې يې له صحابه کرامو رضی الله عنهم سره مشوره کوله، هر چا خپله عريضه او غوښتنه ور وړلی شوه.
عمر رضی الله عنه د شپې د مدينې په کوڅو کې د مسلمانانو د حالاتو د معلومولو لپاره ګرځېده، تر ټولو لږه تنخوا يې د ځان لپاره ټاکلې وه. (د تاريخ کتابونو د ده د عدل او انصاف ډېرې کيسې خوندي کړې دي).
اميرالمؤمنين حضرت عمر رضی الله عنه د لوی اختر مياشتې په (۲۷مه) نېټه د چهارشنبې په ورځ د مغيره بن شعبه رضی الله عنه د غلام ابولؤلؤ مجوسي له خوا په زهرجنه توره باندې د سهارلمانځه پر مهال ووهل شو، لمونځ عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه پر مسلمانانو بشپړ کړ، ابولؤلؤ هم په هماغه توره باندې ځان وواژه. فاروق اعظم رضی الله عنه څلور ورځې وروسته د هجرت په ۲۴ کال د محرم په لومړۍ نېټه د ۶۳ کالو په عمر په شهادت ورسېده.
هو! اميرالمؤمنين حضرت عمر فاروق رضی الله عنه لس کاله او پنځه مياشتې د مسلمانانو خليفه او امير و، نوموړي له شهادته وړاندې يوه شپږ کسيزه شوری وټاکله چې د مسلمانانو لپاره خليفه او اميرالمؤمنين تعين کړي. نوموړي ياده شوری له هغو کسانو څخه تشکيل کړه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په دنيا کې د جنت زېری پرې کړی و، په هغو کې د ده له خپلوانو څخه هيڅوک هم نه و.
اميرالمؤمنين عمر رضی الله عنه له عايشې رضی الله عنها نه اجازه وغوښتله چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم او ابوبکر صديق رضی الله عنه سره په روضه مبارکه کې خاورو ته وسپارل شي، نو هغې اجازه ورکړه، صهيب رضی الله عنه د جنازې لمونځ پرې وکړ اوهمالته دفن شو.
رضی الله عنهم اجمعين

ليکنه: عباس عابد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button