نن به بیا یو څوک خوښي کړي نن به بیا پر چا قیامت وي/ حسان ضعیف

نن به بیا یو څوک خوښي کړي نن به بیا پر چا قیامت وي
نه به بیا غلیم سر ټيټ وي نن به ناست فاتح اوچت وي

نن به بیا طوطیان سندري زمزمه د ازادي کړي
نن به بیا زاغ شرمنده وي خوله بې وازه په منت وي

نن به بیا د اسلام فکره شازلمو شملې پر سر وي
نن به بیا د غربي پالو له لاسو تللی فرصت وي

نن به بیا د مکناټن پر اولادو د غم باران وي
نن به بیا د اکبر خان بچې پر خوا د عدالت وي

نن به بیا ډیموکراسي له دې وطنه کډه وکړي
نن به بیا حسان ضعيف سترګې په لار د امارت وي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: