شپږیزه‌لیګ، مس عینک له امونهنګانو لوبه وګټله

عزم (‌یک‌شنبه، ۲۳، وږی، ۱۳۹۹ل): د شپږیزې کرېکټ لیګ اووم پړاو سیالیو په ۱۳مه لوبه کې مس عینک اتلان د امو نهنګان پر وړاندې ډګر ته ښکته شول چې په پایله کې یې اتلانو سیال لوری د ۱۳۱ منډو په توپیر له ماتې سره مخ کړ.

د امو نهنګان لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د سیالې مس عینک اتلانو پر وړاندې توپ اچوونه غوره کړه چې مس عینک اتلانو د ټولو ۲۰ اورونو په لوبولو سره د پنځو ویکټو په سوځېدو له سیال لوري ۱۹۳ منډې ترلاسه کړې.

د مس عینک اتلانو لپاره حشمت الله شهیدي او بهارعلي شینواري ډېره جالبه او په زړه پورې توپوهنه وکړه چې په ترتیب سره یې ۸۲ ناسوځېدلې منډې او ۵۷ منډې ترلاسه کړې چې د دوی غوره توپوهنې د مس عینک اتلانو د منډو خط پورته وساته او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۹۴ منډو هدف وټاکه.

د امو نهنګان لوبډلې لپاره فرید احمد دوه، یوسف ځاځي، جمعه ګل او عبدالواسع یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه، خو سیاله لوبډله یې له ډېرو منډو راونه ګرځول شوه.

ورپسې امو نهنګان لوبډلې د توپوهنې پاڼۍ پیل کړه چې ډېر ژر یې یو په بل پسې ویکټې له لاسه ورکړې او په ۱۲ اورونو کې یې د ۶۲ منډو له ترلاسه کولو وروسته ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او سیال لوري ته یې د ۱۳۱ منډو په توپیر لوبه پرېښوده.

د یادونې وړ ده چې د مس عینک اتلانو توپ اچوونکي ډېر ښه وځلېدل او له منځه یې دولت ځدراڼ د ۹ منډو په ورکولو سره پنځه ویکټې واخیستې او سربېره پر دې نوراحمد دوه، شاهدالله، عبدالرحمن او عبدالباقي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه حشمت الله شهیدي، د ډېرو شپږیزو وهونکي لوبغاړي جایزه بهارعلي شینواري او د سټایلېش لوبغاړي جایزه بیا دولت ځدراڼ ته ورکړل شوه.

نن په شپږیزه‌لیګ کې کابل بازان د سپین‌غر او امو نهنګان بیا د بُست ساتونکو پروړاندې سیالۍ لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: